کابل (پژواک، ۱۳چنګاښ ۱۴۰۵): د مصر، ارجنټاین او کولمبیا ملي لوبډلو د فوټبال ۲۰۲۶ نړۍوال جام سیالیو کې خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د دغو سیالیو د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته لار ومونده.
د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام سیالۍ د امریکا، کاناډا او مکسیکو په کوربهتوب روانې دي.
د راپورونو له مخې، د فوټبال نړۍوال جام سیالیو کې تېره شپه د مصر او اسټرالیا، د ارجنټاین او کیپورډ، د کولمبیا او ګانا لوبډلو ترمنځ لوبې وشوې.
په یادو سیالیو کې یوه لوبه تېره شپه د مصر او اسټرالیا لوبډلو ترمنځ وه چې ۴ پر ۲ مصر وګټله او په دغو سیالیو کې یې ۱۶ غوره لوبډلو ته لار پیدا کړه.
په یاده لوبه کې د مصر لپاره لومړۍ ګول امام عاشور وواهه او خپله لوبډله یې ۱ پر صفر مخکې کړه خو د اسټرالیا لوبډلې په ۵۵مه دقیقه کې ګول وکړ او لوبه یې ۱ – ۱ مساوي شوه، خو د لوبې د اضافي وخت تر پای پورې د لوبې ګټونکي لوبډله معلومه نه شوه.
له هغه وروسته د پنالټیو پرېکړه وشوه چې مصر پکې ۴–۲ بریا خپله کړه.
دغهراز، په نړۍوال جام کې بله لوبه د ارجنټاین او کیپورډ لوبډلو ترمنځ وه چې ارجنټاین ۳ پر ۲ وګټله او په دغو سیالیو کې یې د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته لار پیدا کړه.
په یاده لوبه کې د ارجنټاین لپاره لیونېل مسي د لوبې په ۲۹مه دقیقه کې لومړۍ ګول وواهه، د کیپورډ لپاره ډېروي دوارټي په ۵۹مه دقیقه ګول وکړ او لوبه یې یو یو مساوي کړه، خو لیسانډرو مارټینیز د لوبې په اضافي ۹۲مه دقیقه کې ګول وواهه.
دغهراز، د لوبې په ۱۰۳مه دقیقه کې سیډني لوپیس کابرال د کیپورډ لوبډلې لپاره ګول وواهه او لوبه یې ۲ پر۲ مساوي کړه، د لوبې په ۱۱۱مه دقیقه کې ارجنټاین درېیم ګول ترلاسه کړه او لوبه یې وګټله.
د فوټبال نړۍوال جام سیالیو کې د کولمبیا او ګانا لوبډلو ترمنځ هم لوبه ترسره شوه چې ۱ پر صفر کولمبیا وګټله او د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته یې لار پیدا کړه.
په یاده لوبه کې د کولمبیا لوبډلې لپاره یوازېنې ګول د لوبې په ۱۴مه دقیقه کې جان اریاس وواهه.