منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۴۲ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ؛ د بست ساتونکو د بند امیر ښامارانو ته ماته ورکړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۰ کتنې

کابل (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۵): د شپږیزه کرکټ لیګ یوولسم پړاو سیالیو په لړ کې د بست ساتونکو لوبډلې بند امیر ښامارانو لوبډلې ته د درېیو وېکټو په توپیر ماته ورکړه.

د یوولسم پړاو اي‌انډ شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو کې نن له غرمې مخکې د بست ساتونکو او د بند امیر ښامارانو لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه.

د لوبې پچه د بست ساتونکو لوبډلې وګټله او لومړۍ یې د بند امیر ښامارانو لوبډلې پر وړاندې د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه.

په لوبه کې د بند امیرښامارانو لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۴ منډې وکړې.

یاده لوبه کې د بند امیر ښامارانو لوبډلې له لوري صدیق‌الله اتل ۱۱۲، هارون خان ۳۱ او حشمت‌الله شهیدي ۲۵ منډې وکړې.

د بست ساتونکو لوبډلې له لوري په توپ‌اچونه کې بشیراحمد دوه او کریم جنت د بند امیر ښامارانو لوبډلې یو لوبغاړي وسوځول.

د بست ساتونکو لوبډلې ورکړل شوی هدف په شلم اور کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د درېیو وېکټو په توپیر یې د بند امیر لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د بست ساتونکو لوبډلې له لوري په توپوهنه کې نجیب‌الله ځدراڼ ۵۵، محمداصف ۴۰، کریم جنت ۳۱ او ا کبر موسی‌زي ۲۷ منډې جوړې کړې.

په یاده لوبه کې الله‌‌محمد غضنفر درې، سید شېرزاد او ننګیال خروټي د بست ساتونکو لوبډلې ۲ – ۲ لوبغاړي وسوځول.

د یادونې ده، په شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو کې به بله لوبه نن دوه بجې د سپین‌غر او د امو نهنګانو لوبډلو ترمنځ ترسره شي.