کابل (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۵): د ناروې د فوټبال ملي لوبډلې د ارلینګ هالنډ په ښې لوبې سره د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو کې برازیل ته ۲-۱ ماتې ورکړه او د دغو سیالیو کوارټر فاینل ته یې لار ومونده.
د راپورونو له مخې، د ناروې او برازیل ترمنځ دغه سیالي تېره شپه ترسره شوه.
د لوبې لومړۍ نیمایي له ګول پرته پای ته ورسېده، خو ارلینګ هالنډ د لوبې په ۷۹مه دقیقه کې د انډریاس شیلډروپ د پاس په مرسته په سر د توپ په وهلو سره د برازیل دروازه پرانیسته.
هالنډ په ۹۰مه دقیقه کې هم د شیلډروپ له دویم پاس څخه په ګټې اخیستنې خپل او د خپلې لوبډلې دویم ګول وواهه او د نړۍوال جام د تاریخ تر ټولو بریالۍ لوبډلې پر وړاندې یې د ناروې بریا یقیني کړه.
برازیل د لوبې د دویمې نیمایي د اضافي وخت په وروستیو شېبو کې د پنالټي له لارې چې نیمار ووهله، یو ګول بېرته ترلاسه کړ، خو دغه ګول د دې لوبډلې د حذف کېدو مخه ونه نیوه.
هالنډ په دغو دوو ګولونو سره د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام کې د خپلو ګولونو شمېر اوو ته ورساوه او د لیونل میسي او کیلیان امباپه ترڅنګ د دغو سیالیو د غوره ګولوهونکو د جدول په سر کې ځای ونیو.