کابل (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵): د واشنګټن او تهران ترمنځ د روان تاوتریخوالي په دوام، د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ یو ځل بیا په ایران کې پر څو موخو د تازه بریدونو خبر ورکړی او د ایران سپاه پاسداران ویلي چې د دغو بریدونو په ځواب کې یې په سیمه کې د امریکا پوځي اډې په نښه کړې دي.
امریکا پرون (یکشنبه) هم په ایران کې پر ځینو هدفونو بریدونه کړي وو او ایران هم په سیمه کې د امریکا پوځي اډې پر توغندیو او ډرونونو ویشتلې وې.
په همدې حال کې، د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) نن (دوشنبه) د افغانستان پر وخت سهار یوه بجه او ۴۷ دقیقې پر اېکسپاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو پر ایران د تازه بریدونو د پیل خبر ورکړ.
سېنټکام شاوخوا پنځه ساعته وروسته په بله خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې پر ایران د بریدونو دغه پړاو پای ته رسېدلی دی.
سرچینې ویلي چې په دغو بریدونو کې په څو بېلابېلو سیمو کې لسګونه هدفونه د «دقیقو هدایتشوو مهماتو» په وسیله په نښه شوي، څو په هرمز تنګي کې پر نړۍوالو سمندري لارو د بریدونو د دوام لپاره د ایران وړتیا کمه شي.
سېنټکام ادعا کړې چې امریکايي ځواکونو د ایران د هوايي دفاع سیسټمونه، ساحلي راداري مرکزونه، د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو وړتیاوې او همدارنګه کوچنۍ پوځي بېړۍ په نښه کړې دي.
سېنټکام زیاته کړې چې په دغو عملیاتو کې امریکايي جنګي الوتکې، د سمندري ځواکونو بېړۍ، یوطرفه بریدکوونکې بېپیلوټه الوتکې او د لومړي ځل لپاره یوطرفه سمندري بېپیلوټه الوتکې کارول شوې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي: «هرمز تنګی د نړۍوالې سوداګرۍ لپاره یو حیاتي سمندري دهلېز دی او ایران پرې هیڅ کنټرول نه لري.»
سېنټکام همدارنګه ټینګار کړی چې په سیمه کې امریکايي ځواکونه بشپړ چمتووالی لري.
بلخوا، سپاه پاسداران نن سهار په یوه خبرتیا کې ویلي چې د متقابلو بریدونو په ترڅ کې یې په بحرین، کویټ او اردن کې د امریکا پوځي اډې په نښه کړې او ټینګار یې کړی چې په دغو هېوادونو کې یې ځیني هدفونه له منځه وړي دي.
د سپاه پاسداران په خبرتیا کې راغلي چې د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په بریدونو یې په اردن کې د «پرنس حسن» هوايي اډې څو لوی د توغندیو زېرمتونونه او د سونتوکو زېرمې سوځولې دي.
سپاه همدارنګه ویلي چې د امریکا د یکشنبې او دوشنبې د بریدونو په غبرګون کې یې «د خپلو متقابلو عملیاتو په دویم پړاو کې د امریکا د پوځ د هیلیکوپټرو د ترمیم او ساتنې مهم مرکزونه، د P-8 برېښنایي جنګي الوتکو هنګر او د بېپیلوټه الوتکو د قوماندې او کنټرول مرکز» په بحرین کې په نښه کړي دي.
سپاه پاسداران په یوه بله خبرتیا کې هم ویلي چې په کويټ کې یې د علي سالم په امریکایي اډه کې د سونتوکو زېرمې او پاتریوټ هوايي دفاع سیسټم او همدارنګه د احمد الجابر په اډه کې د FPS ستراتیژیک رادار په نښه کړي او «په بشپړ ډول» یې له منځه وړي دي.
تسنیم خبري اژانس د ایران د پوځ له قوله راپور ورکړی چې د امریکا له پرلهپسې بریدونو وروسته، څو ساعته مخکې یې د بېپیلوټه الوتکو په وسیله د امریکا پر پوځي اډو د بریدونو نوی پړاو ترسره کړی دی.