ژبه

غزني کې د ۲۴ کلبونو ترمنځ د کرکټ دوه میاشتنۍ «انټرکلب» سیالۍ پای ته ورسېدې

واحدالله جمعه زاده

۲۷ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۵:۴۴

Views: ۸

غزني‌ښار (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۵): د غزني ولایت د ۲۴ کلبونو ترمنځ د ۲۰۲۶ کال ۵۰ اوریزې کرکټ «انټرکلب» سیالۍ – چې نږدې دوه میاشتې یې دوام وکړ- پای ته ورسېدې.

د غزني د کرکټ مسوول عبدالودود پکتیال پژواک ته وویل، په یادو سیالیو کې د دغه ولایت ۲۴ کلبونو برخه اخیستې وه چې پر څلورو ګروپونو وېشل شوي وو.

هغه زیاته کړه، سیالیو دوه میاشتې دوام وکړ، هرې لوبډلې د مهال‌وېش له مخې پنځه لوبې ترسره کړې او هره ورځ یوه لوبه کېده.

پکتیال زیاته کړه، د دغو سیالیو اساسي موخه د لوبغاړو د فزیکي او تخنیکي وړتیاوو لوړول، د سیالۍ تجربې زیاتول او د راتلونکو بین‌الولایتي دویمې درجې سیالیو لپاره د غوره لوبغاړو ټاکل دي.

د نوموړي په خبره، د پایلوبې په سیالۍ کې مینه‌وال زلمي او دوبۍ پټرولیم لوبډلو د یو د بل پر وړاندې لوبه وکړه چې په پایله کې دوبۍ پټرولیم خپلې سیالې لوبډلې ته د اتو وېکټو په توپیر ماته ورکړه او د اتلولۍ جام یې خپل کړ.

بلخوا، د یادو سیالیو یوه لوبغاړي عذیر بختیار پژواک ته وویل، سره له دې چې د کرکټ مینه‌وال ورځ تر بلې زیاتېږي، خو لا هم په غزني کې د کرکټ معیاري لوبغالی نشته.

هغه وویل: «موږ له ډېرو ستونزو سره مخ یو. مناسب لوبغالی نه لرو چې په ډاډه زړه تمرین او سیالۍ پکې ترسره کړو، له حکومته غواړو چې دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.»

ورته مهال، د لوبو لیدونکو هم د کرکټ د ودې هرکلی وکړ، خو د نندارچیانو لپاره یې د اسانتیاوو پر نشتوالي نیوکه وکړه.

د غزني اوسېدونکي مومن‌احمد تکل وویل، هر کال د ورته سیالیو ترسره کېدل د ځوانانو لپاره د خوښۍ ځای دی، خو په لوبغالي کې د سیوري، څښاک اوبو او د ناستې مناسب ځایونه نشته.

هغه زیاته کړه، که د لوبغاړو او نندارچیانو لپاره معیاري اسانتیاوې برابرې شي، نو په غزني کې به د کرکټ وده لا چټکه شي.

د یادونې ده، کرکټ په وروستیو کلونو کې په غزني کې د ځوانانو له تر ټولو محبوبو ورزشونو ګرځېدلی او دا مهال د ولایت په مرکز او ګڼو ولسوالیو کې زرګونه ځوانان دغه لوبه کوي.