ژبه

د غزني په خواجه‌عمري کې د «خاکسرک» په نوم افت د الوبخارا باغونو حاصلات زیانمن کړي

واحدالله جمعه زاده

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۱:۱۶

Views: ۱۸

غزني‌ښار (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵): د غزني د خواجه‌عمري ولسوالۍ یو شمېر بڼوال وايي، د الوبخارا باغونو کې یې د «خاکسرک» په نوم ناروغي خپره شوې چې له امله یې حاصلاتو ته زیان اوښتی او غوښتنه کوي چې حکومت او مرستندوی بنسټونه دې د دې ناروغۍ په مخنیوي کې مرسته ورسره وکړي.

د خواجه‌عمري ولسوالۍ د قلعه‌نو کلي بڼوال حاجي امید پژواک ته وویل، د ده د بڼ شاوخوا ۶۰ سلنه ونې دغه افت زیانمنې کړې دي.

هغه زیاته کړه، خاکسرک داسې یوه ناروغي ده چې په ونو کې مېوه له پخېدو مخکې وچوي او له منځه یې وړي؛ داسې یو افت دی چې ده مخکې نه و لیدلی.

د همدې ولسوالۍ د ګنبت سیمې بل بڼوال صدر هم وايي، سږ کال د الوبخارا پر ونو افت لګېدلی او د مېوو ډېره برخه یې خرابه شوې ده.

هغه وویل، تېر کال یې حاصلاتو ته بارانونو او ږلۍ زیان اړولی و او سږ کال بیا یادې ناروغۍ د بڼوالو ستونزې لا پسې زیاتې کړې دي.

نوموړي زیاته کړه چې دغه افت د ولسوالۍ په نورو سیمو کې هم پیدا شوی دی.

دغه‌راز یو شمېر نور بڼوال هم دغه ناروغي تاییدوي او له حکومت او مرستندویو بنسټونو غوښتنه کوي چې د دې ناروغۍ د مخنیوي او کروندګرو ته د لازمې تخنیکي مشورې برخو عملي ګامونه واخلي.

بلخوا، د غزني د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د نباتاتو ساتنې مدیر ذکریا هوتک د یادې ناروغۍ شتون مني او وايي، هر کال د پسرلي او نوي کرنیز فصل له پیل سره په بڼونو کې بېلابېلې نباتي ناروغۍ او افتونه راڅرګندېږي.

هغه وویل، سږ کال په غزني کې د بارانونو د زیاتوالي او لوړ رطوبت له امله، د خواجه‌عمري ولسوالۍ ترڅنګ د ولایت په ځینو نورو سیمو کې هم د الوبخارا، مڼو او یو شمېر نورو مېوو په بڼونو کې ناروغۍ او افتونه زیات شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، دغې ناروغۍ چې «خاکسرک» نومېږي، د خواجه‌عمري ترڅنګ د غزني په یو شمېر نورو سیمو کې هم د الوبخارا بڼونو ته زیان اړولی دی.

هوتک وویل، د کرنې ریاست د نباتاتو د ساتنې متخصصین هره ورځ د مرکز او ولسوالیو له کروندګرو څخه د ناروغیو نمونې ترلاسه کوي، معاینه کوي او د درملنې او مخنیوي اړینې تخنیکي سپارښتنې ورته کوي.

هوتک زیاته کړه، کوم درمل چې د کرنې له ریاست سره موجود وي، کروندګرو ته یې ورکوي او که نه وي، هغوی لارښوونه کوي څو له بازاره یې ترلاسه کړي.

د هغه په خبره چې د غزني له بېلابېلو سیمو ګڼ شمېر کروندګرو د نباتي ناروغیو په اړه خپلې اندېښنې له ریاست سره شریکې کړې دي، خو ټینګار یې وکړ چې د دغو ناروغیو ډېری ډولونه د مناسبو درملو او پر وخت مبارزې له لارې کنټرولېدای او له منځه وړل کېدای شي.

هغه وايي، په غزني کې تر ټولو عامې نباتي ناروغۍ او افتونه لکه خاشي، خاکسترک، ارتیشک، شفتي او ځینې زیان‌رسوونکي حشرات دي چې هر کال د مېوو بڼونو ته زیان رسوي.

دغه‌راز په غزني کې د کرنیزو چارو کارپوه انجنیر صدیق‌الله افغان وايي، دا یوه ساري ناروغي ده چې له یوې ونې بلې ته لېږدېږي.

هغه پژواک ته وویل، دغه ناروغي نه یوازې د روان کال حاصلات له منځه وړي، بلکې که پر وخت یې مخه ونه نیول شي، په راتلونکي کال کې هم د ونو د وچېدو لامل کېدای شي.

نوموړي زیاته کړه، اقلیمي بدلونونه، د نباتي ناروغیو په اړه د کروندګرو محدود پوهاوی، د ناروغیو نه تشخیص او د چاپېریال ځینې ستونزې هغه عوامل دي چې د بڼونو پر تولیداتو منفي اغېز کوي.

هغه ټینګار وکړ چې په دې برخه کې باید حکومت او موسسې له کروندګرو سره همکاري وکړي او پوهاوی دې ورته ورکړي.

غزني د افغانستان یو له هغو ولایتونو دی چې الوبخارا یې د لوړ کیفیت له امله د هېواد په کچه او بهرنیو بازارونو کې ښه نوم لري، خو بڼوال اندېښنه لري چې که د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره پر وخت لازم اقدامات ونه شي، د الوبخارا تولید او د زرګونو کورنیو اقتصادي وضعیت به له جدي زیان سره مخ شي.