ژبه

ونزویلا له نړۍوالې جزایي محکمې وځي

احمد صهیب حسرت

۳ زمری ۱۴۰۵ - ۱۱:۰۰

Views: ۱۴

کابل (پژواک، زمری ۱۴۰۵): د ونزویلا حکومت اعلان کړی چې له نړۍوالې جزایي محکمې د وتلو په اړه یې د خپلې «قطعي او نه بدلېدونکې» پرېکړې په  اړه ملګرو ملتونو ته خبر ورکړی دی.

الجزیرې راپور ورکړی چې د ونزویلا د بهرنیو چارو وزیر فلیکس پلاسنسیا د جمعې په ورځ په یوه پیغام کې ویلي، هېواد یې د لنډمهالې ولسمشرې دلسي رودریګز په سپارښتنه یې له نړۍوالې جزایي محکمې د وتلو خپله «قطعي او نه بدلېدونکې» پرېکړه ملګرو ملتونو ته رسولې ده.

پلاسنسیا ویلي چې د دې محکمې فعالیتونه «جغرافیایي جانبداري» ښيي؛ ځکه د نوموړي په وینا، د دې ادارې څېړنې په نامتناسب ډول پر افریقايي او لاتیني امریکا هېوادونو متمرکزې شوې دي.

نړۍوالې جزایي محکمې په ۲۰۲۱ کال کې اعلان کړی و چې د ۲۰۱۷ کال د حکومت ضد لاریونونو د ځپلو پر مهال د ونزویلا د حکومت له خوا د بشریت ضد جنایتونو اړوند تورونه څېړي. د دغه هېواد ملي شورا هم د تېر کال په ډسمبر کې د روم اساسنامې پر وړاندې د ونزویلا د ژمنو لغوه کولو په اړه رایه ورکړې وه.

دا پرېکړه په داسې حال کې اعلانېږي چې د ونزویلا حکومت په وروستیو میاشتو کې له امریکا سره خپلې اړیکې نږدې کړې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو یوه اونۍ مخکې ویلي وو چې واشنګټن به د نړۍوالې جزایي محکمې د «کاره غورځولو» لپاره هڅې وکړي.

امریکا د دې محکمې غړې نه ده او د ډونالډ ټرمپ حکومت د امریکايي او اسرائیلي ځواکونو د کړنو په اړه د څېړنو له امله د دې محکمې پر یو شمېر چارواکو او څارنوالانو بندیزونه لګولي دي.

نړۍواله جزایي محکمه چې د هالنډ په هاګ ښار کې موقعیت لري، د نسل‌وژنې، د بشریت ضد جنایتونو او جنګي جنایتونو په څېر جرمونو ته د رسېدنې لپاره جوړه شوې ده.