ژبه

پر اوکراین د روسیې بریدونو کې ۱۳ کسان وژل شوي او لسګونه نور ی ټپیان دي

احمد صهیب حسرت

۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۲:۰۱

Views: ۱۱

کابل (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۵): رویټرز راپور ورکړی چې پر اوکراین د روسیې په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي؛ دغو بریدونو پولنډ هم اړ کړی چې د خپل هوايي حریم د ساتنې لپاره خپلې جنګي الوتکې پورته کړي.

د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د دغه هېواد ځواکونو په کی‌یف، لویف، دنیپروپتروفسک او د اوکراین په څو نورو سیمو کې پوځي تاسیسات او درې باروړونکې بېړۍ په نښه کړې دي.

د رویټرز د راپور له مخې، اوکرایني چارواکو ویلي چې په یادو بریدونو کې په کی‌یف ښار کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي او دغه راز په دنیپروپتروفسک او پولتاوا ولایتونو کې د دوو ماشومانو په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.

په راپور کې راغلي چې د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زلنسکي په پلرني ښار «کریوي ریه) کې د روسیې یو بالستیک توغندی پر یوه کور لګېدلی چې له امله یې شپږ کسان وژل شوي او اته نور ټپیان دي؛ په قربانیانو کې پنځه او ۱۲ کلنې دوه نجونې هم شاملې دي. سیمه‌ییزو چارواکو خبرداری ورکړی چې ښایي د قربانیانو شمېر لوړ شي.

د راپور له مخې، د پولنډ پولې ته نږدې په لویف ښار کې د روسیې توغندي پر دوو استوګنیزو ودانیو لګېدلي چې لږ تر لږه ۲۶ کسان یې ټپیان کړي او د ژغورنې ډلې هڅه کوي هغه کسان وژغوري چې تر کنډوالو لاندې بند پاتې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د سرچینې د څرګندونو له مخې، ولودیمیر زلنسکي چې تازه له امریکا څخه راستون شوی، ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اوکراین ته د «پټریاټ» هوايي دفاعي سیسټمونو د تولید یا کارولو د اجازې له ورکولو سره موافقه کړې ده.

د راپور له مخې، د پولنډ پوځ ویلي چې پر اوکراین د روسیې له بریدونو وروسته یې د خپل هوايي حریم د امنیت خوندي کولو لپاره جنګي الوتکې پورته کړې دي.

د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د دغه هېواد هوايي دفاعي سیسټمونو تېره شپه ۲۵۸ اوکرایني بې‌پیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي؛ خو رویټرز لیکلي چې په دې اړه راپورونه یې په خپلواکه توګه نه دي تایید کړي.