کابل (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۵): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي چې تېره ورځ ۴۵۷ کورنۍ، چې ۲۵۴۶ کسان کېږي هېواد ته راستنې شوې؛ ۳۷۸ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۴۲۸ کورنیو سره نغدي او نورې مرستې شوې دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکسپاڼه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د تېرې ورځې راپور خپور کړی.
د دغه کمېسیون د راپور له مخې، د تورخم له لارې ۳۶۴ کورنۍ چې ۲۰۴۷ کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د کمېسیون د معلوماتو له مخې، له تورخم څخه ۲۹۸ کورنۍ چې ۱۵۸۶کسان کېږي، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ کرایې لپاره یې یو میلیون او ۱۴۰ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.
سرچینه زیاتوي چې په تورخم کې له ۳۷۱ کورنیو سره په ټولیز ډول درې میلیون او ۸۸ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې او په عمري کمپ کې راستنو شوو ته روغتیایي او مخابراتي خدمات هم وړاندې شوي دي.
د رايور له مخې، د کندهار د سپینبولدک بندر له لارې هم ۴۸ کورنۍ چې ۲۷۲کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.
سرچینه زیاتوي چې له دې ډلې ۳۳ کورنۍ چې ۱۸۸کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د هغوی د ترانسپورټي لګښتونو لپاره ۴۵۰ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.
په راپور کې راغلي چې په سپینبولدک کې له ۴۶ کورنیو سره په ټولیز ډول ۳۸۶ زره افغانۍ مرسته شوې او خوراکي، روغتیایي او مخابراتي خدمات هم ورته وړاندې شوي دي.
د دغه راپور له مخې، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۳۷ کورنۍ چې ۱۵۹کسان کېږي، هېواد ته راستې شوې او همدارنګه ۴۴۵ مسافر هم راستانه شوي دي او هلته د نغدي مرستې په برخه کې له درې کورنیو سره په ټولیز ۲۴ زره افغانۍ مرسته شوې او یو شمېر کسانو روغتیایي خدمات ترلاسه کړي دي.
دغهراز سرچینه لیکي چې د هرات د اسلامکلا بندر له لارې هم ۸ کورنۍ چې ۴۱ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي او په ټولیز ډول له ۸ کورنیو سره ۵۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
په راپور کې راغلي چې د انتقال او ترانسپورټ کمېټې په کابل کې ۴۷ کورنۍ چې ۲۴۶ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدولې او هغوی ته یې ۲۶۰ زره افغانۍ د ترانسپورټ کرایه هم ورکړې ده.
سرچینې لیکلي، په ټوله کې ۴۵۷ کورنۍ چې ۲۵۴۶ کسان کېږي، هېواد ته راستانه شوي، ۳۷۸ کورنۍ چې ۲۰۲۰ کسان کېږي بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوي او له ۴۲۸ کورنیو سره مرستې شوې او د مخابراتي شبکو ۴۲۱ سیمکارتونه هم پر راستنو شویو کسانو وېشل شوي دي.