کابل (پژواک، د زمري ۹مه): د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ خبر ورکړی چې «د سولې پلاوی» په غزه کې د «حماس او نورو وسلهوالو ډلو د بېوسلې کولو» په اړه یوې هوکړې ته رسېدلی؛ خو حماس وایي، دا هوکړه لا هم د مسودې په کچه ده او تر هغه چې اسرائیلي ځواکونه په بشپړه توګه له غزې ونه وځي، د بېوسلې کولو په برخه کې به هېڅ اقدام ونه کړي.
د رویترز د راپور له مخې، ترمپ د پنجشنبې په ورځ ویلي چې «د سولې پلاوی» په غزه کې د «حماس او نورو وسلهوالو ډلو د بشپړ بېوسلې کولو» په اړه یوې «تاریخي» هوکړې ته رسېدلی دی.
د هغه په وینا، دغه بهیر به په څو پړاوونو کې عملي شي او د یوه نوي فلسطیني ادارې د جوړېدو او د تلپاتې سولې او امنیت د ټینګښت لپاره به زمینه برابره کړي.
خو حماس ته یوې نږدې سرچینې رویترز ته ویلي چې دغه هوکړه لا هم د مسودې په کچه ده او له مخې به یې درنې وسلې یوازې د یوې فلسطینۍ ادارې تر څار لاندې ساتل کېږي او اسرائیل ته به نه سپارل کېږي.
الجزیرې د دې هوکړې د یوې نسخې په حواله راپور ورکړی چې د بېوسلې کولو کره د لارې نقشه باید په ۱۴ ورځو کې جوړه شي او د دې مودې غځول به د یوه نړیوال تصدیق کوونکي بنسټ پر تایید او د ټولو لورو پر موافقې پورې تړلي وي.
د حماس د مذاکراتي پلاوي غړي غازي حمد ویلي چې خبرې اترې ستونزمنې وې او لورو هڅه کړې چې تر ټولو غوره، ممکنه او عملي فورمول ته ورسېږي.
هغه زیاته کړې، که اسرائیلي ځواکونه پر خپلو ژمنو عمل ونه کړي، حماس به هم د دې هوکړې هېڅ برخه عملي نه کړي.
د هغه په وینا، د بېوسلې کولو بهیر عملي کېدل له غزې د اسرائیل له وتلو او د دې فلسطیني سیمې د بیارغونې په بهیر کې له پرمختګ سره تړاو لري.
د راپور له مخې، د بېوسلې کولو بهیر به غزې ته د یوې ملي کمېټې او د ثبات د یوه نړیوال ځواک له ننوتلو سره پیل شي؛ وروسته به ملي کمېټه د وسلو د «ثبت او ساتنې» پر بهیر څارنه وکړي، یوه نړیواله تصدیق کوونکې کمېټه به هم د دې بهیر پر عملي کېدو څارنه ولري او فلسطیني ډلې به هم په دې بهیر کې برخه واخلي.
د راپور له مخې، په هوکړه کې دا هم راغلي چې د بېوسلې کولو بهیر له غزې د اسرائیلي ځواکونو له تدریجي وتلو سره تړلی دی، هېڅ وسله باید اسرائیل یا کوم غیر فلسطیني بنسټ ته ونه سپارل شي او ملي کمېټه به په غزه کې د وسلو د ساتنې یوازینۍ مرجع وي.
په واشنګټن کې د الجزیرې خبریال الن فیشر ویلي چې د یادې هوکړې له مخې به حماس او نورې ډلې په پړاوونو او سیمه په سیمه بېوسلې شي او له هغه وروسته به د فلسطیني پولیسو نور سرتېري وګومارل شي.
د هغه په وینا، فلسطیني پولیس به له یوه نړیوال همغږي کوونکي ځواک سره همکاري وکړي چې جوړښت یې لا نه دی نهایی شوی؛ خو په دغه ځواک کې د اندونیزیا او ترکیې د سرتېرو د ګډون احتمال مطرح شوی، هغه موضوع چې ښایي د اسرائیل له مخالفت سره مخ شي.
فیشر زیاته کړې چې لا هم د ټولو لورو له خوا د هوکړې د لاسلیک پر وړاندې خنډونه شته؛ خو حماس ته ویل شوي وو چې د دې هوکړې د نه منلو په صورت کې به د دې ډلې مالي وضعیت لا ستونزمن شي. هغه ویلي چې د دې هوکړې د منلو لپاره پر حماس نړیوال فشارونه موجود وو.
پوځي شنونکي نضال ابوزید ویلي چې د «وسلو ثبت او ساتنه» له پوځي پلوه له «بېوسلې کولو» سره توپیر لري. د هغه په وینا، د وسلو ثبت او ساتنه د درېیم لوري له خوا ترسره کېږي او هغه لوری حتمي نه ده چې د دښمن ځواک وي؛ خو بېوسلې کول د دښمن ځواک له خوا ترسره کېږي او فلسطیني ډلې به هېڅکله له داسې بېوسلې کولو سره موافقه ونه کړي.
تر دې مخکې یوه امریکایي چارواکي خبریالانو ته ویلي وو چې په «سولې پلاوي» کې د غړیتوب لپاره ترکیې او قطر ته بلنه ورکول په اسرائیل کې له نیوکو سره مخ شوي وو؛ خو دې هوکړې وښوده چې د دغو دوو هېوادونو ګډون سم تصمیم و.
هغه زیاته کړه چې اوس د فلسطین د خودمختاره ادارې او حماس لپاره یو بدیل د جوړېدو په حال کې دی؛ داسې یوه تخنیکي، غیرسیاسي اداره چې تمرکز یې خلکو ته پر خدمت کولو وي.
د راپورونو له مخې، د ترمپ تر اعلان مخکې یوه اسرائیلي چارواکي ویلي وو چې اسرائیل دغه وړاندیز نه دی منلی؛ ځکه د هر ډول هوکړې د مخکیني شرط په توګه د حماس بشپړ بېوسلې کېدل، له غزې د ټولو وسلو ایستل او د دې سیمې بشپړ غیرپوځي کېدل غواړي.
د دغه چارواکي په وینا، وړاندې شوی ۱۵ مادهییز سند دغو غوښتنو ته قناعتبښونکی ځواب نه وړاندې کوي.