کابل (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۵): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، تېره ورځ ۳۶۳ کورنۍ چې ۱۹۵۰ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې؛ ۳۱۸ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې، ۱۱۶۳ کورنیو ته د ځمکې نومرې وېشل شوې او له ۳۵۵ کورنیو سره نغدي او نورې مرستې شوې دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت نن پر خپله اېکسپاڼه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون او د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې د تېرې ورځې ورځنی راپور خپور کړی دی.
د دغه کمېسیون د راپور له مخې، د تورخم له لارې ۲۹۱ کورنۍ چې ۱۶۰۲ کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د کمېسیون د معلوماتو له مخې، له تورخم څخه ۲۵۸ کورنۍ چې ۱۴۵۴کسان کېږي، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ کرایې لپاره یې څه باندې ۹۴۴ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.
سرچینه زیاتوي چې په تورخم کې له ۲۹۷ کورنیو سره په ټولیز ډول دوه میلیون او ۴۰۴ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې او په عمري کمپ کې روغتیایي او مخابراتي خدمات هم وړاندې شوي دي.
د کندهار د سپینبولدک له لارې هم ۴۲ کورنۍ چې ۲۴۲ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.
د مسوولینو په خبره، له دې ډلې ۲۷ کورنۍ چې ۱۵۶ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د هغوی د ترانسپورټي لګښتونو لپاره څه باندې ۳۱۹ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.
سرچینه زیاتوي چې په سپینبولدک کې له ۴۳ کورنیو سره په ټولیز ډول ۳۶۴ زره افغانۍ مرسته شوې او خوراکي، روغتیایي او مخابراتي خدمات هم ورته وړاندې شوي دي.
د دغه راپور له مخې، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۱۹ کورنۍ چې ۶۴ کسان کېږي، هېواد ته راستې شوې او همدارنګه ۵۰۳ مسافر هم راستانه شوي دي.
د نغدي مرستې برخه کې له څلورو کورنیو سره په ټولیز ۳۲ زره افغانۍ مرسته شوې او یو شمېر کسانو روغتیایي خدمات ترلاسه کړي دي.
دغهراز، د هرات د اسلامکلا بندر له لارې هم ۱۱ کورنۍ چې ۴۲ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي او په ټولیز ډول له ۱۱ کورنیو سره ۷۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
دغهراز، د انتقال او ترانسپورټ کمېټې په کابل کې ۳۳ کورنۍ چې ۲۰۰ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدولې او هغوی ته یې څه باندې ۱۵۴ زره افغانۍ د ترانسپورټ کرایه هم ورکړې ده.
سرچینې لیکلي، په ټوله کې ۳۶۳ کورنۍ چې ۱۹۵۰ کسان کېږي، هېواد ته راستانه شوي، ۳۱۸ کورنۍ چې ۱۸۱۰ کسان کېږي بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوي او له ۳۵۵ کورنیو سره مرستې شوې او د مخابراتي شبکو ۳۶۳ سیمکارتونه وېشل شوي دي.
فطرت لیکلي چې د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې ننګرهار کې ۶۹۳ کورنیو ته، فاریاب کې ۱۵۰ کورنیو ته، بامیان کې ۱۰۰ کورنیو ته، نیمروز کې ۱۱۲ کورنیو ته او په پکتیکا کې ۱۰۸ راستنو شوو کورنیو ته د ځمکې نومرې وېشلي دي.
په دغه راپور کې راغلي چې تېره ورځ په ټولیزه توګه ۱۱۶۳ راستنو شوو کورنیو ته د ځمکې نومرې وېشل شوي او همدارنګه تر دې مهاله په ټول هېواد کې ۶۵ زره او ۱۵۵ راستنو شوو کورنیو ته د ځمکې نومرې وېشل شوي دي.