منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:17 غ.م
ننوتل
8° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
نړیوال خبرونه

غزه کې د امکاناتو نشتوالي او محدودیتونو له امله د سرطاني ناروغانو د مړینې کچه لوړه شوې ده

د راپورونو له مخې، په غزه کې ډاکټران وايي چې په دې سیمه کې د سرطاني ناروغانو د مړینې کچه د جګړې له پیله د مخکې په پرتله دوه تر درې برابره لوړه شوې؛ ځکه ډېری ناروغان د امکاناتو له نشتوالي او بهر ته د تلو له محدويتونو سره مخ دي.

· 2 دقیقې لوستل · 219 کتنې
Sabreen al-Da’ma, a mother from Gaza, lives in hope that the Rafah crossing will open so she can donate her kidney to her sick daughter, Alaa al-Da’ma, amidst a healthcare system devastated by the war. At al-Shifa Hospital, kidney patients suffer from a severe shortage of equipment and medical supplies, and many dialysis sessions have been suspended. Patients are also denied travel for treatment or transplants. Between the siege and the collapse of the healthcare system, the suffering of Sabreen and her daughter becomes a poignant reflection of the reality for patients in Gaza.Gaza City, January 29, 2026. Photo by Omar Ashtawy apaimages

کابل (پژواک، ۲۲ زمری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، په غزه کې ډاکټران وايي چې په دې سیمه کې د سرطاني ناروغانو د مړینې کچه د جګړې له پیله د مخکې په پرتله دوه تر درې برابره لوړه شوې؛ ځکه ډېری ناروغان د امکاناتو له نشتوالي او بهر ته د تلو له محدويتونو سره مخ دي.

رویټرز راپور ورکړی چې په غزه کې د سرطان یوازېنی تخصصي روغتون په ۲۰۲۵ کال کې د اسرائیلو له خوا ویجاړ شوی او اوس شاوخوا ۱۷ زره سرطاني ناروغان په دې سیمه کې کیموټراپي او د درملنې نورو اسانتياوو ته لاسرسی نه لري.

په راپور کې د ډاکټرانو له قوله راغلي چې ډېری ناروغان له غزې بهر د درملنې لپاره د سفر مالي توان نه لري او هغه کسان چې د درملنې لپاره بهر تللی شي، هم له غزې څخه د وتلو له محدودیتونو سره مخ دي.

خو هغه اسرائیلي پوځي اداره چې غزې ته د لاسرسي څارنه کوي، ادعا کړې چې د درملنې لپاره د ناروغانو لېږد محدود شوی نه دی؛ خو د هغوی وتل د منونکي هېواد له رسمي غوښتنې او امنیتي ارزونې سره تړاو لري.

دې اسرائیلي ادارې ویلي چې د روان کال په فبرورۍ کې د رفح د پولې له محدودې بیا پرانیستل کېدو راهیسې شاوخوا ۵ زره او ۸۰۰ هغه کسان چې په غزه کې د درملنې اړتیا لري، مصر ته لېږدول شوي دي.

د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي، شاوخوا ۲۰ زره ناروغان چې ۵ زره یې سرطاني دي، له غزې بهر د درملنې لپاره ثبت شوي؛ خو تر اوسه یې د وتلو اجازه نه ده ترلاسه کړې.

رویټرز راپور ورکړی چې د غزې ډېری روغتونونه د جګړې پر مهال ویجاړ یا زیانمن شوي او فعال روغتونونه هم د سرطان د درملنې او تشخیص لپاره د اړینو توکو په ګډون، د طبي وسایلو او نورو اړینو روغتیايي موادو له سخت کمښت سره مخ دي.

د الشفاء روغتون ريیس محمد ابوسلمیه ویلي چې هره ورځ له درېیو تر پنځو پورې سرطاني ناروغان د اړتیا وړ کیموټراپي ته د نه لاسرسي له امله مري.

د هغه په خبره، له جګړې مخکې هره ورځ د سرطاني ناروغانو د مړینې کچه شاوخوا له یوه تر دوو کسانو وه.