ژبه

تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۲۲۹ کورنۍ راستنې شوې دي

هجرت‌الله کاکړ

۲۶ زمری ۱۴۰۵ - ۱۰:۱۱

Views: ۱۳

کابل (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۵): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۲۲۹ کورنۍ چې ۱۰۶۵ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې؛ دغه‌راز، ۲۴۱ کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۲۵۲ کورنیو سره نغدي او نورې مرستې شوې دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د تېرې ورځې راپور خپور کړی دی.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې، د تورخم له لارې ۱۴۱ کورنۍ چې ۷۲۸ کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، له تورخم څخه ۲۱۰ کورنۍ چې ۱۱۲۴ کسان کېږي، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ کرایې لپاره یې   څه باندې ۸۱۷ زره  افغانۍ ورکړل شوې دي.

سرچینه زیاتوي چې په تورخم کې له ۲۲۵ کورنیو سره په ټولیز ډول یو میلیون او ۸۷۲ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې او په عمري کمپ کې روغتیایي او مخابراتي خدمات هم وړاندې شوي دي.

د کندهار د سپین‌بولدک له لارې هم درې کورنۍ چې ۲۳ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.

د مسوولینو په خبره، له دې ډلې یوه کورنۍ چې اووه کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د هغوی د ترانسپورټي لګښتونو لپاره یې څه باندې ۲۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.

سرچینه زیاتوي چې په سپین‌بولدک کې له درېیو کورنیو سره په ټولیز ډول ۳۰ زره افغانۍ مرسته شوې او خوراکي، روغتیایي او مخابراتي خدمات هم ورته وړاندې شوي دي.

د دغه راپور له مخې، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۷۴ کورنۍ چې ۲۷۲ کسان کېږي، هېواد ته راستې شوې او همدارنګه ۷۷۸ مسافر هم راستانه شوي دي.

د نغدي مرستو برخه کې له ۱۳ کورنیو سره په ټولیز ۲۰ زره افغانۍ مرسته شوې او یو شمېر کسانو روغتیایي خدمات ترلاسه کړي دي.

دغه‌راز، د هرات د اسلام‌کلا بندر له لارې هم ۱۱ کورنۍ چې ۴۲ کسان کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي او په ټولیز ډول له ۱۱ کورنیو سره ۸۰۰۰ افغانۍ مرسته شوې ده.

دغه‌راز، د انتقال او ترانسپورټ کمېټې په کابل کې ۳۰ کورنۍ چې ۱۵۵ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدولې او هغوی ته یې ۹۹ زره افغانۍ د ترانسپورټ کرایه هم ورکړې ده.

سرچینې لیکلي، په ټوله کې ۲۲۹ کورنۍ چې ۱۰۶۵ کسان کېږي، هېواد ته راستانه شوي، ۲۴۱ کورنۍ چې ۱۲۸۶ کسان کېږي بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوي او له ۲۵۲ کورنیو سره مرستې شوې او د مخابراتي شبکو ۱۴۵ سیمکارتونه وېشل شوي دي.