ژبه

پر کی‌یف د روسیې توغندیزو بریدونو کې پنځه کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي

احمد صهیب حسرت

۲۹ زمری ۱۴۰۵ - ۱۱:۰۰

Views: ۲۷

کابل (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۵): اوکرایني چارواکي وایي، د دغه هېواد پر پلازمېنه کی‌یف د روسیې د توغندیزو بریدونو له امله لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او تر ۲۰ ډېر نور ټپیان دي.

رویټرز راپور ورکړی چې دغه بریدونه نن سهار وختي شوي او بېلابېلې ودانۍ او تأسیسات یې په نښه کړي دي.

د کی‌یف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي چې د دغو بریدونو له امله په څو سیمو کې اورلګېدنې رامنځته شوې او یو شمېر خلک په یوې استوګنیزې ودانۍ کې بند پاتې وو.

د ده په خبره، په دغو بریدونو کې ځینې غیر استوګنیز تأسیسات، ګودامونه او د ماشومانو یو روغتون هم زیانمن شوي دي.

سرچینې لیکلي چې د کی‌یف په ځینو برخو کې برېښنا هم پرې شوې ده.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي روانه میاشت ویلي وو چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یې امریکایي مذاکره‌کوونکو ته وړاندیزونه سپارلي او څو ځله یې د توغندیزو بریدونو د مخنیوي لپاره د توغندیو مخنیوی کوونکي توغنديوغوښتنه کړې ده.

بل لور ته، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي چې مسکو تر اوسه له امریکایي مذاکره‌کوونکو سره د نوې ناستې د ترسره کېدو لپاره کوم مشخص وړاندیز نه دی ترلاسه کړی، خو د اړتیا په صورت کې د داسې یوې ناستې ترسره کولو ته چمتو دی.