کابل (پژواک) ـ د اسیا د فوټبال کنفدراسیون وایي، د ۲۰۲۷ کال د فوټبال اسیا جام سیالۍ – چې په سعودي عربستان کې ترسره کېږي- د سیمې د وروستیو تحولاتو او لوژستیکي ستونزو له امله له جنورۍ میاشتې څخه د همدې کال د ډسمبر میاشتې ته ځنډول شوې دي.
د اسیا د فوټبال کنفدراسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د سعودي عربستان د فوټبال له فدراسیون او د ۲۰۲۷ کال د اسیا جام له سیمهییزې تنظیموونکې کمېټې سره له پراخو خبرو او سلا مشورو وروسته، د یادو سیالیو د ترسره کېدو نوې نېټه نن تایید شوه.
د خبرپاڼې له مخې، ټاکل شوې وه چې دغه سیالۍ د ۲۰۲۷ کال د جنورۍ له اوومې د فبرورۍ تر پنځمې ترسره شي، خو اوس به د ۲۰۲۷ کال د ډسمبر له ۲۳مې د ۲۰۲۸ کال د جنورۍ تر ۲۱مې ترسره شي.
سرچینې زیاته کړې چې د اسیا د فوټبال کنفدراسیون د سیالیو تنظیموونکې کمېټې د سیمې د وروستیو تحولاتو له امله رامنځته شوي استثنايي شرایط، د لوژستیکي چارو د پام وړ ستونزې او د تګ راتګ ګډوډۍ په پام کې نیولو سره د دغو سیالیو د نېټو د بدلولو پرېکړه کړې ده.
یاد کنفدراسیون د سعودي عربستان د فوټبال فدراسیون او د سیالیو د سیمهییزې تنظیموونکې کمېټې د هڅو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې له ټولو اړوندو بنسټونو سره به همکارۍ ته دوام ورکړي څو دغه سیالۍ په ښه ډول ترسره شي.
سرچینه زیاتوي چې د سیالیو نوې نېټې به د تایید لپاره د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) ته وړاندې شي.










