کابل (پژواک) – د کانونو او پټرولیم وزارت، امارتي شرکتونو لوی ریاست او «عزیزي شرکتونو» ترمنځ د جوزجان د جنګل کلان طبیعي ګازو او د بغلان پلخمري د ډبرو سکرو د استخراج او انرژۍ د تولید تړونونه نن په کابل کې لاسلیک شول.
د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د دې پروژو موخې د کورنۍ برېښنا د تولید زیاتول، د انرژۍ امنیت پياوړي کول او د اقتصادي ودې ملاتړ کول دي.
سرچینه په دې اړه د نورو جزییاتو له ورکولو پرته زیاتوي چې هره پروژه د شاوخوا زر مېګاواټه برېښنا د برابرولو لپاره طرحه شوې ده او تړون یې د دېرشو کلونو لپاره لاسلیک شو.
د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، تمه ده چې دواړه پروژې به په مستقیم او نامستقیم ډول شاوخوا پنځه زره هېوادوالو ته کاري فرصتونه ایجاد کړي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د غزیزي شرکتونو له عمومي رییس میرویس عزیزي سره په لیدنه کې ویلي چې د عزیزي شرکتونو له لوري په افغانستان کې د پانګونې او د اقتصادي پروژو پیل یو مهم ګام دی. هغه زیاته کړې چې ددې پروژو په عملي کېدو او پلی کېدو سره به په هېواد کې اقتصادي پرمختګ ته لار هواره او په هېواد کې به د بې کارۍ کچه راټیټه شي.
د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، ملا عبدالغني برادر اخوند له اړوندو وزارتونو او ادارو غوښتي چې له عزیزي شرکتونو سره دې د پروژو په عملي کېدو کې خپلې همکارۍ نه سپموي.
د عزیزي شرکتونو عمومي میرویس عزیزي ویلي چې دوی په افغانستان کې د ګازو او ډبرو سکرو استخراج او د برېښنا د تولید په ګډون د بېلا بېلو پروژو عملي کېدو ته ژمن دي.
هغه زیاته کړه چې همدا اوس په غزني، او د کابل په نغلو او باریکاب کې د لمریزې برېښنا د تولیدي پروژو چارې روانې دي.










