کابل (پژواک) – د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له خپل امریکایي سیال ډونالډ ټرمپ سره په ټیلېفوني خبرو کې د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ د پای ته رسولو او د ډیپلوماسۍ له لارې د اختلافاتو د حل پر اړتیا ټینګار کړی دی.
د اناتولي خبري اژانس د راپور له مخې، د ترکیې د اړیکو ریاست ویلي چې دغه ټیلېفوني خبرې پرون (شنبه) شوې او دواړو لورو پکې د دوهاړخیزو اړیکو او سیمهییزو او نړۍوالو پرمختګونو په اړه نظرونه تبادله کړي دي.
د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، اردوغان ډاډ څرګند کړی چې د ترکیې او امریکا ترمنځ همکاري به پراخه شي او دواړه هېوادونه به په راتلونکي کې د خپلو دوهاړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي.
اردوغان همدارنګه د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ پر پای ته رسولو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې پاتې اختلافات باید د ډیپلوماسۍ له لارې حل شي.
هغه د روسیې او اوکراین جګړې ته په اشاره هیله څرګنده کړې چې د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې به مثبتې پایلې ولري.
نوموړي زیاته کړې چې ترکیه د سولې د ټینګښت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي او د جګړې د پای ته رسولو په موخه له کییف او مسکو سره همکارۍ ته ژمنه ده.
د ترکیې د اړیکو ریاست ویلي چې اردوغان په دې ټیلېفوني خبرو کې د ترک هېوادونو سازمان د غونډې په اړه د ټرمپ له ملاتړه هم مننه کړې ده.










