د ننګرهار خلک د مخابراتي خدماتو له ټيټ کیفیته شکايت کوي
د ننګرهار ولايت مرکز جلالاباد ښار او يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي د مخابراتي شبکو د خدماتو له ټیټ کیفیته شکايت کوي او وايي، تر ډېره د دغو شبکو انټرنيټي خدمات بېکيفيته دي.
د ننګرهار ولايت مرکز جلالاباد ښار او يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي د مخابراتي شبکو د خدماتو له ټیټ کیفیته شکايت کوي او وايي، تر ډېره د دغو شبکو انټرنيټي خدمات بېکيفيته دي.
د هوا په سړېدو سره د کابل ښار په قمبر څلورلارې کې خېمو کې د اوسېدونکو خلکو ژوند ستونزمن شوی او د بشري مرستو په ځانګړې توګه د سونتوکو غوښتنه کوي.
په میدان وردګو ولایت کې د خصوصي سکټور یو شمېر پانګهوال د برېښنا له کمښته شکایت کوي او له حکومته غواړي چې دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.
د بلخ اوسېدونکي شکایت کوي چې د نورو ولایتونو په پرتله په دغه ولایت کې د برېښنا بیه نږدې درې برابره لوړه ده او حکومت یې باید کمه کړي.
د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ یو اوسېدونکی چې شاوخوا ۱۵ کاله وړاندې يې د امریکايي پوځيانو په هوايي برید کې مېرمن او څلور زامن له لاسه ورکړي، اوس رواني ستونزې ورته پيدا شوې دي.
د بلخ د چمتال ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د ښوونځيو کمښت يا لرېوالي له امله یې ماشومان له زدهکړو محروم دي.
د بلخ يو شمېر اوسېدونکي شکايت کوي چې په دې وروستيو کې د ښاري او مسافر وړونکو موټرو کرايې لوړې شوې خو بل لور ته حکومتي مسوولين وايي چې د لوړې کرايې اخيستو مخنيوي هلې ځلې يې پيل کړې دي.
د غور د پوهنې ریاست مسوولین په دغه ولایت کې د ۱۰ ښوونځیو د بیارغونې کار بشپړېدو او د ۱۰ نورو ښوونځیو د بیارغونې کار پیلېدو خبر ورکوي؛ د یو شمېر زدهکوونکو کورنۍ د دغه اقدام هرکلی کوي خو وايي، لا هم په ځینو سیمو کې زدهکوونکي تر خیمو لاندې او یا په ازاده فضا کې زدهکړې کوي.
د نيلي ښار په يوه لرې څنډه کې يوه نجلۍ چې د ژوند کلونه يې د خپل کلي هلکانو او نجونو ته پر درس ورکولو تېر کړي، شاوخوا درې کاله یې په وړيا ډول زدهکوونکو ته تدریس کړی دی.
د نیمروز مرکز زرنج ښار اوسېدونکي وايي، په دغه ولایت کې د هوا له سړېدو سره، په بازار کې اوبه او ګاز نه پیدا کېږي او که پیدا هم شي نو شرکتونه يې په درې برابره لوړه بیه پلوري.
په بادغیس کې ځيني مالداران د هوا په سړېدو سره د خپلو څارویو د له منځه تلو او د زیانونو اوښتو خبر ورکوي وایي، که حکومت پاملرنه ونه کړي، ډېر څاروي به یې له منځه لاړ شي.
د بدخشان مرکز فيضاباد ښار د اوومې ناحيې او د دغه ښار په يو شمېر نورو سيمو کې ځینې کورنۍ د څښاک پاکو اوبو له نشتوالي شکايت کوي او وايي، د څښاک اوبه چې د…
د هرات د کشک کهنه ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په دغه ولسوالۍ کې لومړنیو امکاناتو لکه سړک، ښوونځي، روغتیايي مرکزونو او د څښاک پاکو اوبو ته له لاسرسي بېبرخې دي. کشک کهنه د هرات له مرکزه…
په کابل ښار کې یو شمېر ښځې وايي، له څو کلونو راهیسې د غیرمنظم ښاري ترانسپورټي سیسټم له امله له ستونزو سره مخ دي، دوی له سرپرست حکومته د دغې ستونزې د هواري غوښتنه کوي؛…
د غور د پسابند او لعلوسرجنګل ولسوالیو ځیني اوسېدونکي د دغه ولایت مرکز ته د غځېدلو لارو بندېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او وایي، د نږدې یوې اونۍ په تېرېدو سره لا هم د دغو…
د هرات جامع جومات چې د هېواد یو له لویو او تاریخي جوماتونو ګڼل کېږي، د ځینو برخو بیارغولو کارونه د بشپړېدو په حال کې دي.
ننګرهار کې د لومړي ځل لپاره يوه خيريه بنسټ په وړيا توګه په نشهيي توکو د روږدو کسانو درملنه پيل کړې ده.
د خوست د نادرشاه کوټ يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د روغتيايي خدمتونو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي او ټينګار کوي چې د دې ولسوالۍ ۳۰ بستريز روغتون دې فعال شي.
د دایکنډي یو شمېر اوسېدونکي وايي، د ژمي په راتلو سره د واورو ورېدو له امله د دغه ولایت ډېری مواصلاتي لارې تړل کېږي چې خلکو ته د سختو ستونزو لامل ګرځي.
پېښو ته د رسېدو او اطفایې عمومي ریاست په هېواد کې د تېر یوهنیم کال په موده کې د اورلګېدنې پېښو د کمېدو خبره کوي او وايي، په دې موده کې د اورلګېدنې له ۱۹۰۰…
د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې نن د قومي جرګې په منځګړيتوب د دوو کورنیو ترمنځ له ۲۰ کلنې دښمنۍ وروسته روغه جوړه وشوه.
د نيلي ښار د ژمي سړې اوونۍ په لومړي سهار کې چې خلک خپلو کارونو ته روان وو، يوه ځوان چې یوه پښه یې په چاودنه کې له لاسه ورکړې، په غمګینې څېرې د خلکو د تګ راتګ ننداره کوله.
کندوز کې ځیني لبنیاتپلورونکي د خپلو تولیداتو بازار خرابېدو اندېښمن کړي او وايي چې په وروستیو کې یې کاروبار مخ پر ځوړ روان دی.
په هرات ولایت کې یو شمېر نجونې وايي چې د دوی پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو تړل کېدو له رواني ستونزو سره مخ کړې دي. دوی غواړي چې ژر تر ژره…