له افغانستان سره د بشري مرستو ځنډېدو په اړه د شنونکو اندېښنې
شنونکي وایي، له افغانستان سره بشري مرستې باید ونه ځنډول شي؛ ځکه دا چاره افغانان له اقتصادي ستونزو سره مخ کوي او اسلامي امارت هم باید پر خپلو هغو پرېکړو غور وکړي چې د دغو مرستو…
شنونکي وایي، له افغانستان سره بشري مرستې باید ونه ځنډول شي؛ ځکه دا چاره افغانان له اقتصادي ستونزو سره مخ کوي او اسلامي امارت هم باید پر خپلو هغو پرېکړو غور وکړي چې د دغو مرستو…
د ننګرهار ولايت په مومندرې ولسوالۍ کې ځايي خلکو په شخصي لګښت یوه ښوونځي ته چې زدهکوونکو یې سرپناه نه درلوده، شپږ ټولګي جوړ کړي دي. د ځايي قومي مشرانو په وينا، د بادينزو ښوونځي…
د پکتیکا اوسېدونکي وايي، د دغه ولایت ۱۰ ولسوالۍ د مخابراتي خدماتو له پوښښه پاتې دي چې د خلکو ورځنۍ چارې یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړې دي.
په تخار کې د زرمینځنې ځینو شرکتونو مسوولینو په دغه ولایت کې د سرو زرو په کانونو کې د کارونو بندېدو په اړه اندېښنه ښيي او وایي، له شپږو میاشتو راهیسې د سرو زرو په کانونو کې چارې درېدلې او په پایله کې یې د بېلابېلو ولایتونو زرګونه هغه کارګر چې دلته پر کار بوخت وو، بېکاره شوي دي.
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د واورې په ورېدو سره تفریحي ځایونو ته ځي؛ هغوی وايي، واورینې ورځې له ملګرو او کورنیو سره د راټولېدو او تفریح لپاره یوه ښه پلمه ده.
له ۲۵ ورځو راهیسې د ملګرو ملتونو له لوري کابل ته د بشري مرستو لپاره د پیسو استولو الوتنې ځڼدول شوې؛ ځینو رسنیو د افغانستان بانک له قوله هم ویلي چې دا مرستې بندې شوې دي، خو دغه بانک دا څرګندونې ردوي.
په جوزجان کې ځیني سینماګران په داسې حال کې د مستندو فلمونو جوړولو برخه کې له اقتصادي ستونزو سر ټکوي او د ملاتړ غوښتونکي دي چې مسوولین وایي، له هرې ممکنې لارې هڅه کېږي څو په دغه ولایت کې یاد هنر ژوندی وساتي.
د ننګرهار ولايت مرکز جلالاباد ښار يو شمېر اوسېدونکي د ښار دننه او شاوخوا سيمو کې پر کرنيزو ځمکو د ودانیو او کورونو جوړولو اندېښمن کړي او له ولايتي ادارې د دې چارې د مخنیوي غوښتنه کوي.
د اروزګان د خاص اروزګان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، کلونه کېږي چې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي او ورځ تر بلې یې د ژوند چارې سختېږي خو مسوولین ورته پام نه کوي.
ډېر خلک د پاسپورټونو د وېش لړۍ له درېدو شکایت کوي او وايي، په داسې حال کې چې پاسپورټونو ته سخته اړتیا لري، دا لړۍ د تخنیکي ستونزو په پلمه درېدلې او د شاوخوا درېیو میاشتو په تېرېدو لا هم نه ده پيل شوې.
د پکتیکا اوسېدونکي وايي، د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو په ښوونځیو او لېسو کې د ښوونکو ۹۰۰ بستونه تش دي چې د زدهکوونکو د زدهکړو پر څرنګوالي یې سیوری غوړولی دی. هغوی د…
د ننګرهار ولايت يو شمېر کروندګر او د ممپليو سوداګر وايي، سږ د تېر کال په پرتله د حاصلاتو کچه یې لوړه شوې خو د خرڅلاو لپاره يې بازار نه لري.
په کندهار ښار کې د ښځو یوازیني سوداګریز مارکېټ له بندېدو سره سلګونه ښځې - چې د لاسي صنایعو او نورو توکو د تولید او پلور په برخو کې پر کار بوختې وې – بېروزګاره شوې دي.
په جوزجان ولایت کې امو سیند ته څېرمه دواړو غاړو یو شمېر اوسېدونکي داسې مهال د دغه سیند په اوږدو کې د استنادي دېوال له نشتوالي او د خپلو کرنیزو ځمکو له ویجاړېدو شکایت کوي چې کرنې وزارت د امو سیند ویجاړیو د څېړنې په موخه شمالي ولایتونو ته د یو لوړپوړي پلاوي د سفر خبر ورکړی دی.
د فراه د پشترود ولسوالۍ اوسېدونکی ۴۰ کلن عبدالسلام وايي، کلی یې په تېرو شلو کلونو کې د جګړې لومړۍ کرښه وه او اوسېدونکي يې نورو سیمو ته کډه شوي وو؛ خو اوس د جنګ په پای ته رسېدو سره بېرته خپل کنډواله کلي ته راستانه شوي دي.
د هرات د پښتون زرغون ولسوالۍ سیمهییز مسوولین وایي، دغه ولسوالۍ له ۱۰۰ زرو ډېرو وګړو او ۲۴۰ کليو په درلودو سره بیا هم له ډېرو لږو روغتیايي امکاناتو څخه برخمنه ده.
د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ څلورو معلولینو - چې یو ورور او درې خویندې دي - په خپل کور کې د صابون جوړولو وړه کارخونه جوکړه کړې ده. یاد کسان چې…
په غور ولایت کې ځینې بېوزله او بېځایه شوې کورنۍ د موسسو او دولت له خوا ورسره د ژمنیو مرستو له نه کولو شکایت لري او وايي، له میاشتو راهیسې یې هیڅ ډول مرستې ترلاسه کړې نه دي.
د نيمروز ولايت يو شمېر اوسېدونکو له سرپرست حکومته غوښتي چې په ملي او نړۍوالو غیردولتي موسسو کې د ښځو د کار ځنډولو پرېکړې په اړه دې له سره غور وکړي او داسې شرایط دې برابر کړي څو مرستندويه موسسې په افغانستان کې خپل فعاليتونه او مرستې بېرته پيل کړي.
هغه نابینا ښځې چې د اوبدنې له لارې د خپلې کورنۍ په اقتصاد کې ونډه لري، له حکومته غوښتنه کوي څو د اوبدنې روزنې کورسونو په جوړولو کې ورسره مرسته وکړي؛ ځکه دوی غواړي چې دغه حرفه نورو نابینا ښځو ته هم ور زده کړي.
د تخار ولایت د خواجهغار ولسوالۍ هزارباغ سیمې یو شمېر اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي شکایت کوي او وايي، ماشومان یې د پاکو اوبو پر ځای د باران له اوبو د…
د کابل د مکروریانو یو شمېر اوسېدونکي وایي، د پخوا په پرتله د مرکز ګرمیو لګښت دوه برابره لوړ شوی او دوى يې د ورکړې توان نه لري، نو ځکه تر اوسه فعالې شوې نه دي.
د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، له دغه ولایته بهر ته د انارو صادرات پای ته رسېدلي چې په لړ کې یې د څه باندې ۴۸ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت څه باندې ۸۸ زره ټنه انار بهر ته صادر شوي دي.
د پکتيا د زرمت یو شمېر خلک شکايت کوي چې د دې ولسوالۍ د نفوس په نسبت روغتيايي مرکزونه او ډاکټران کم دي او نه شي کولاى پر وخت او مناسب خدمات وړاندې کړي.