منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۳ غ.م
۱۲°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
برخه

فيچرونه

۳،۸۴۸ راپورونه

راپورونه

شنونکي: د افغانۍ ارزښت لوړېدو یو لامل په قطر کې د افغان او امریکايي چارواکو لیدنه ده

د اقتصادي چارو شنونکي وایي، په قطر کې د افغان او امریکایي چارواکو لیدنه، په بازار کې د افغانۍ کموالی، د ډالرو لیلام، له افغانستان سره د نړۍوالو مرستو زیاتوالی او د صادراتو او وارداتو…

تېره اونۍ افغانستان کې ۵۲ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

تېره اونۍ، افغان چارواکو له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو د ژر پرانیستل کېدو لپاره له هڅو خبر ورکړ، له نړۍ سره یې په تعلیمي ډګر کې پر مثبتو تعاملاتو ټینګار وکړ، ویې ویل چې افغانستان د هیچا لپاره ګواښ نه دی او نړۍوال دې ورسره له خصمانه دریځه لاس واخلي.

کابل کې د تېرو ۶ میاشتو په پرتله د نفتي توکو بیې لوړې شوې خو د سرو زرو او غوړیو بیې لوېدلې دي

د پژواک موندنې ښيي چې د تېرو شپږو میاشتو په پرتله اوس، د نفتي توکو بیې ۱۲ سلنه او په منځنۍ توګه د ځینو خوراکي توکو بیې لس سلنه لوړې شوې، خو د غوړيو بیه ۳۴ سلنه او د سرو زرو بیه لس سلنه رالوېدلې ده.

تخار کې د چرمي موزو «چمبوس» تولیدونکي د دغه صنعت رکود ته اندېښمن دي

چرمي موزې «چمبوس» د هېواد په شمال، په ځانګړې توګه تخار ولایت کې یو له پخوانیو او مشهورو لاسي صنایعو څخه ګڼل کېږي او د خلکو ترمنځ خپل مینه‌وال لري؛ خو اوس دغه صنعت د بهرنیو وارداتو د زیاتوالي له امله د رکود له ګواښ سره مخ دی.

د نجونو ښوونځیو پرانیستو په اړه د پژواک نظرپوښتنه؛ ۹۹ سلنه ګډونوالو موافقه رایه ورکړې ده

د پژواک پرلیکه نظرپوښتنې د څه باندې ۱۷۵۰۰ ګډونوالو ۹۸.۸ سلنه له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو پرانیستلو ته موافقه رایه ورکړې، خو پاتې ۱.۲ سلنه نورو بیا مخالفه رایه کارولې ده. د روان…

تېر کال له تحول وروسته کابل کې د جایدادونو بیې ۴۷ سلنه راولوېدې خو اوس بېرته ۲۴ سلنه لوړې شوې دي

د پژواک موندنې ښیي چې تېر کال د زمري میاشتې له سیاسي تحول وروسته، په کابل ښار کې په منځنۍ کچه د جایداداونو بیې ۴۷ سلنه راولوېدې، خو اوس مخ په لوړېدو دي او بېرته ۲۴ سلنه لوړې شوې دي.

نور راپورونه