ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېر کال له تحول وروسته کابل کې د جایدادونو بیې ۴۷ سلنه راولوېدې خو اوس بېرته ۲۴ سلنه لوړې شوې دي

تېر کال له تحول وروسته کابل کې د جایدادونو بیې ۴۷ سلنه راولوېدې خو اوس بېرته ۲۴ سلنه لوړې شوې دي

author avatar
19 Sep 2022 - 16:46
تېر کال له تحول وروسته کابل کې د جایدادونو بیې ۴۷ سلنه راولوېدې خو اوس بېرته ۲۴ سلنه لوړې شوې دي
author avatar
19 Sep 2022 - 16:46

کابل (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۱): د پژواک موندنې ښیي چې تېر کال د زمري میاشتې له سیاسي تحول وروسته، په کابل ښار کې په منځنۍ کچه د جایداداونو بیې ۴۷ سلنه راولوېدې، خو اوس مخ په لوړېدو دي او بېرته ۲۴ سلنه لوړې شوې دي.

د اقتصادي چارو یو شنونکی وایي، کله چې په یوه هېواد کې اقتصادي وضعیت بحراني شي، بیې ورسره راولویږې، خو له بحران وروسته بازارونه په تدریجي ډول خپل اصلي حالت ته ګرځي. د هغه په اند د جایدادونو د بیو لوړوالی په دې معنا دی چې خلک فکر کوي له بحراني حالته راوتلي او یا د راوتو په حال کې دي، خو دا معنا نه لري چې د افغانستان اقتصاد ثبات ته رسېدلی دی.

پژواک خبري اژانس د کابل ښار په درېیو بېلابېلو سیمو (شهرنو، خوشحال خان او قصبه) کې د معاملاتو د لارښوونې له دفترونو د شاوخوا لسو خونو لرونکو کورونو، د دریېو خونو لرونکو اپارتمانونو، په درې بیسوې ځمکه کې د درېیو خونو لرونکو کورونو او د استوګنې لپاره د درې بېسوې ځمکې د پېر او پلور، کرایې او ګروۍ د بیو په اړه معلومات راټول کړي دي.

له هغوی پوښتل شوي چې د یادو جایدادونو بیې د تېر حکومت پر مهال، د نوي سرپرست حکومت په لومړیو کې او اوس – چې څه باندې یو کال تېریږي – څومره توپیر لري؟

 تېر کال د زمري په ۲۴مه، تېر حکومت سقوط وکړ او اوسني حکومت یې ځای ونیو.

د راپورونو له مخې، د دغه تحول پر مهال او تر هغه وروسته د امریکا متحده ایالتونو او ځینو نورو هېوادونو شاوخوا ۱۵۰زره هغه افغانان بهر ته ولېږدول چې مخکې یې په افغانستان کې ورسره کار کاوه. هغه مهال ځینو نورو کسانو هم هڅه کوله چې له افغانستانه ووځي او دا چاره د دې لامل شوه چې د جایدادونو بیې راولویږي.

د کورونو بیې

د پژواک موندنې ښیي چې په کابل کې د کورونو بیې په منځنۍ کچه د مخکني حکومت تر پرځېدو وروسته ۳۶ سلنه راولوېدې، خو اوس بېرته ۱۴ سلنه لوړې شوې دي.

د معاملو د لارښوونې دفترونو د معلوماتو له مخې، له تحول مخکې د کابل په شهرنو کې د درېیو خونې لرونکې اپارتمان بیه په منځنۍ کچه شاوخوا ۸.۳ میلیونه افغانۍ، په خوشال خان کې شاوخوا ۴.۱ میلیون افغانۍ خو په قصبه کې شاوخوا ۲.۲ میلیونه افغانۍ وه، خو د نوي حکومت په لومړیو کې دغې بیې په شهرنو کې شاوخوا ۴.۸ میلیون، په خوشال خان کې ۲.۶ میلیون او په قصبه کې ۱.۱ میلیون افغانیو ته راولوېدې؛ خو اوس دغه بیې په شهرنو کې ۵.۷ میلیون، په خوشال خان کې ۳.۸ میلیون او په قصبه کې ۱.۳ میلیون افغانیو ته لوړې شوې دي.

 دغه‌راز، له تحول مخکې د کابل په شهرنو کې د درېیو خونې لرونکې حویلۍ بیه شاوخوا ۳۰.۸ میلیونه افغانۍ، په خوشال خان کې شاوخوا ۱۳.۲ میلیونه خو په قصبه کې شاوخوا ۴.۱ میلیونه افغانې وه، خو د نوي حکومت په لومړیو کې دغې بیې په شهرنو کې شاوخوا ۱۷.۸ میلیونه، په خوشال خان کې ۸.۳ میلیونه او په قصبه کې څه باندې ۱.۵ میلیونه افغانیو ته راولوېدې، خو اوس دغه بیې په شهرنو کې ۲۲ میلیون، په خوشال خان کې ۸.۵ میلیون او په قصبه کې ۱.۸ میلیون افغانیو ته لوړې شوې دي.

د معاملو د لارښوونې دفترونو د معلوماتو له مخې، له تحول مخکې د کابل په شهرنو کې د شاوخوا لسو خونو لرونکو کورونو بیه شاوخوا ۵۷.۲ میلیونه افغانۍ، په خوشال خان کې شاوخوا ۳۹.۶ میلیونه افغانۍ، خو په قصبه کې شاوخوا ۱۳.۲ میلیونه افغانۍ وه، خو د نوي حکومت په لومړیو کې دغې بیې په شهرنو کې شاوخوا ۴۴ میلیونه افغانۍ، په خوشال خان کې ۲۲ میلیونه افغانۍ او په قصبه کې څه باندې ۸.۳ میلیونو افغانیو ته راولوېدې، خو اوس دغه بیې په شهرنو کې ۴۶.۲ میلیونه افغانۍ، په خوشال خان کې ۲۶.۴ میلیونه افغانۍ او په قصبه کې ۱۰.۵ میلیونو افغانیو ته لوړې شوې دي.

د کورونو میاشتنۍ کرایې

د پژواک موندنې ښیي چې په کابل کې د کورونو کرایې په منځنۍ کچه د مخکني حکومت تر پرځېدو وروسته ۶۰ سلنه راولوېدې، خوا وس بېرته ۵۰ سلنه لوړې شوې دي.

د معاملو د لارښوونې دفترونو د معلوماتو له مخې، له تحول مخکې د کابل په شهرنو کې د درېیو خونې لرونکي اپارتمان کرایه په منځنۍ کچه شاوخوا ۳۵۲۰۰ افغانۍ، په خوشال خان کې شاوخوا ۱۴۰۰۰ خو په قصبه کې شاوخو ۸۰۰۰ افغانۍ وه، خو د نوي حکومت په لومړیو کې دغې بیې په شهرنو کې شاوخوا ۱۵۴۰۰، په خوشال خان کې ۷۵۰۰ او په قصبه کې ۴۲۵۰ افغانیو ته راولوېدې، خو اوس دغه بیې په شهرنو کې ۱۹۸۰۰، په خوشال خان کې ۱۰۵۰۰ او په قصبه کې ۵۰۰۰ افغانیو ته لوړې شوې دي.

دغه‌راز له تحول مخکې د کابل په شهرنو کې د درېیو خونو لرونکې حویلۍ کرایه شاوخوا ۴۴۰۰۰ افغانۍ، په خوشحال خان کې شاوخوا ۱۵۵۰۰ خو په قصبه کې شاوخوا ۱۲۵۰۰ افغانۍ وه، خو د نوي حکومت په لومړیو کې دغې بیې په شهرنو کې شاوخوا ۱۷۶۰۰، په خوشال خان کې ۱۵۵۰۰ او په قصبه کې ۶۵۰۰ افغانیو ته راولوېدې، خو اوس دغه بیې په شهرنو کې ۲۲۰۰۰، په خوشال خان کې ۱۱۵۰۰ او په قصبه کې ۸۵۰۰ افغانیو ته لوړې شوې دي.

د معاملو د لارښوونې دفترونو د معلوماتو له مخې، له تحول مخکې د کابل په شهرنو کې د شاوخوا لسو خونو لرونکو کورونو کرایه شاخوا ۱۹۸زره افغانۍ، په خوشال خان کې ۹۰زره خو په قصبه کې شاوخوا ۵۰زره افغانۍ وه، خو د نوي حکومت په لومړیو کې دغه بیې په شهرنو کې شاوخوا ۸۰ زره، په خوشال خان کې۳۰زره او په قصبه کې ۱۸زرو افغانیو ته راولوېدې، خو اوس دغه بیې په شهرنو کې ۱۲۰ زره، په خوشال خان کې ۵۰ زره او په قصبه کې ۳۰ زرو افغانیو ته لوړې شوې دي.

د کورونو ګروي

د پژواک موندنې ښیي چې په کابل کې د کورونو ګروي بیې په منځنۍ کچه د مخکني حکومت تر پرځېدو وروسته ۵۷ سلنه راولوېدې، خوا وس بېرته ۲۲ سلنه لوړې شوې دي.

د معاملو د لارښوونې دفترونو د معلوماتو له مخې، له تحول مخکې د کابل په شهرنو کې د درېیو خونو لرونکي اپارتمان ګروي په منځنۍ کچه شاوخوا ۲.۸ میلیونه افغانۍ، په خوشال خان کې شاوخوا ۲.۲ میلیونه خو په قصبه کې ۹۲۴ زره افغانۍ وه، خو د نوي حکومت په لومړیو کې دغه بیې په شهرنو کې شاوخوا ۱.۵ میلیونه، په خوشال خان کې ۷۴۸ زره او په قصبه کې ۳۰۸۰۰۰ افغانیو ته راولوېدې، خو اوس دغه بیې په شهرنو کې ۱.۷ میلیونه، په خوشال خان کې ۱.۱میلیونه او په قصبه کې ۴۸۴ زره افغانیو ته لوړې شوې دي.

دغه‌راز له تحول مخکې د کابل په شهرنو کې د درېیو خونو لرونکې حویلۍ ګروي شاوخوا ۳.۵ میلیونه افغانۍ، په خوشحال خان کې شاوخوا ۲.۴ میلیونه افغانۍ خو په قصبه کې ۱.۸ میلیونه افغانۍ وه، خو د نوي حکومت په لومړیو کې دغه بیې په شهرنو کې شاوخوا ۱.۹ میلیونه، په خوشال خان کې ۹۶۸ زره او په قصبه کې ۶۶۰ زره افغانیو ته راولوېدې، خو اوس دغه بیې په شهرنو کې ۲.۲ میلیونه، په خوشال خان کې ۱.۲ میلیونه او په قصبه کې ۸۳۶ زره افغانیو ته لوړې شوې دي.

د معاملو د لارښوونې دفترونو د معلوماتو له مخې، له تحول مخکې د کابل په شهرنو کې د شاوخوا لسو خونو لرونکو کورونو ګروي شاوخوا ۱۱.۸ میلیونه افغانۍ، په خوشال خان کې ۴.۴ میلیونه افغانۍ خو په قصبه کې څه باندې درې میلیونه افغانۍ وه، خو د نوي حکومت په لومړیو کې دغې بیې په شهرنو کې شاوخوا ۴.۸ میلیونو، په خوشال خان کې شاوخوا ۲.۲ میلیونو او په قصبه کې ۸۸۰ زرو افغانیو ته راولوېدې، خو اوس دغه بیې په شهرنو کې ۵،۷ میلیونه، په خوشال خان کې ۲.۶ میلیونه او په قصبه کې ۱.۳ میلیونو افغانیو ته لوړې شوې دي.

د ځمکو د نومرو بیه

د پژواک موندنې ښیي چې په کابل کې د اوسېدو درې بیسوییزې نومرې بیې په منځنۍ کچه د مخکني حکومت تر پرځېدو وروسته ۳۶ سلنه راولوېدې، خوا وس بېرته ۱۱ سلنه لوړې شوې دي.

د معاملو د لارښوونې دفترونو د معلوماتو له مخې، له تحول مخکې د کابل په شهرنو کې د اوسېدو درې بسوییزې نومرې بیه په منځنۍ کچه شاوخوا ۲۶.۴ میلیونه افغانۍ، په خوشال خان کې شاوخوا ۱۲.۳ میلیونه خو په قصبه کې ۲.۸ میلیونه افغانۍ وه، خو د نوي حکومت په لومړیو کې دغې بیې په شهرنو کې شاوخوا ۱۶.۷ میلیون، په خوشال خان کې ۸.۳ میلیون او په قصبه کې ۱.۵ میلیون افغانیو ته راولوېدې، خو اوس دغه بیې په شهرنو کې ۱۸.۴ میلیونه، په خوشال خان کې ۸.۸ میلیونه او په قصبه کې پنځه ۲.۱ میلیون افغانیو ته لوړې شوې دي.

 د جایدادونو بیې مخ په لوړېدو دي

د معاملو د لارښوونې د دفترونو مسوولین وایي چې تر تحول وروسته په لومړیو کې د جایدادونو پېر، پلور، کرایه او ګروي نږدې په ټپه ودرېدل او بیې هم ورسره راولوېدې، خو اوس دا کاروباور بېرته یو څه ښه شوی او بیې هم ورسره مخ په لوړېدو دي.

د کابل ښار ۱۵مې ناحیې اړوند قصبه کې د «صادقان آریانا» د معاملاتو د دفتر مسوول من‌الله پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغه سیمه کې د پخواني حکومت پر مهال د کورونو، د پېر، پلور، کرایې او ګروۍ بیې لوړې وې او ورځ په ورځ نورې هم مخ پر لوړېدو وې.

دی وایي، د نوي حکومت د راتګ پرمهال دغه بیې په بې‌سارې توګه راولوېدې؛ ځکه هغه کسان چې له هېواده وتل، خپل کورونه یې په نیمه بیه پلورل او ورسره د کورونو کرایې او ګروۍ بیې هم راټېتې شوې.

دی همداراز وایي چې د نوي حکومت په پيل کې هیچا هم زړه نه ښه کاوه چې کورونه وپېري، خو اوس د پېر او پلور کارونه څه نا څه پیل شوي چې ورسره بیې هم لوړې شوې دي.

د کابل ښار لسمې ناحیې اړوند سیمه کې د هریرود د معاملاتو دفتر مسوول یارمحمد وایي، د پخواني حکومت پر مهال په شهرنو سیمه کې د کورونو د پېر او پلور بازار سخت ګرم و؛ ځکه چې شهرنو د کابل ښار زړه دی او حتی ځيني وختونه به په مناسبو ځایونو کې کرایي کورونه نه پیدا کېدل.

یارمحمد وایي، اوس په شهرنو کې د لویو کورونو د پېر، پلور او کرایې غوښتونکي کم دي، خو د کوچنیو کورونو پېر، پلور، کرایه او ګروي د نوي حکومت د لومړیو میاشتو په پرتله ډېر شوي او بیې هم وروسره مخ په لوړېدو دي.

د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې د اوریاخېل د معاملاتو دفتر مسوول قاري خبیر وایي چې اوس خلک د ځمکو پېر ته زړه نه ښه کوي، ځکه چې د تعمیراتي موادو بیه لوړه ده او خلک یې د جوړولو وس هم نه لري.

د هغه په وینا، په دغه سیمه کې د کورونو د ګروۍ او کرایې کاروبار ښه شوی او ډېر خلک د کورونو د ګروۍ او کرایې لپاره ورځي خو پېر او پلور کم دی.

دی هم وایي، په دې وروستیو کې د جایدادونو بیې مخ په لوړېدو دي.

«له بحران وروسته بازارونه په تدریجي ډول خپل اصلي حالت ته ګرځي»

د اقتصادي چارو پوه قیس محمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، کله چې په یوه هېواد کې اقتصادي وضعیت بحراني شي، بیې ورسره راولویږې، خو له بحران وروسته بازارونه په تدریجي ډول خپل اصلي حالت ته ګرځي.

دی وایي، دا چې اوس په افغانستان کې د جایدادونو بیې ۲۴ سلنه لوړې شوې، دا په دې معنی ده چې خلک فکر کوي له بحراني حالته راوتلي او یا د راوتو په حال کې دي، خو دا په دې معنا نه ده چې د افغانستان اقتصاد ثبات ته رسېدلی دی.

د محمدي په خبره، که له نورو هېوادونو څخه ډېر افغانان بېرته هېواد ته راستانه شي، پېر او پلور زیاتېږي، سیاسي وضعیت نور هم ډاډمن شي، نو د کورونو بیې به ورسره نورې هم لوړې شي او بیا ویل کېدای شي چې د افغانستان اقتصادي وضعیت له بحرانه وتلی دی.

د هغه په وینا، په کابل ښار کې د کورونو د پېر، کرایې او ګروۍ تقاضا لوړه شوې، خو دا په دې معنا هم نه ده چې د خلکو اقتصادي وضعیت ښه شوی، ډېری خلک اوس هم له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د ده په اند، د جایدادونو پېر او پلور د هغو کسانو له لوري پیل شوی چې مخکې د افغانستان اقتصادي وضعیت ته اندېښمن وو او پانګونې ته یې زړه نه ښه کاوه.

Visits: 724

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.