ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شنونکي: د افغانۍ ارزښت لوړېدو یو لامل په قطر کې د افغان او امریکايي چارواکو لیدنه ده

شنونکي: د افغانۍ ارزښت لوړېدو یو لامل په قطر کې د افغان او امریکايي چارواکو لیدنه ده

author avatar
11 Oct 2022 - 17:49
شنونکي: د افغانۍ ارزښت لوړېدو یو لامل په قطر کې د افغان او امریکايي چارواکو لیدنه ده
author avatar
11 Oct 2022 - 17:49

کابل (پژواک، ۱۹ تله ۱۴۰۱): د اقتصادي چارو شنونکي وایي، په قطر کې د افغان او امریکایي چارواکو لیدنه، په بازار کې د افغانۍ کموالی، د ډالرو لیلام، له افغانستان سره د نړۍوالو مرستو زیاتوالی او د صادراتو او وارداتو پیل هغه څه دي چې له امله یې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی دی.

شنونکي وایي، د افغانستان بانک باید د افغانۍ ارزښت د ثبات لپاره بازار کنټرول کړي؛ کله چې په بازار کې افغانۍ زیاتېږي ډالر لیلام کړي او کله چې ډالر زیاتیږي، افغانۍ لیلام کړي او که چېرې افغانۍ هم بازار ته عرضه کوي نو د بازار له اړتیا سره سم دې یې عرضه کړي.

د افغانستان سرپرست حکومت بیا له ځینو هېوادونو سره د خوراکي او نفتي توکو قراردادونه، د ځینو پروژو د کارونو او صادراتو پیل هغه څه بولي چې د افغانۍ بیه ورسره لوړه شوې او ثبات یې پیدا کړی دی.

د روان کال د زمري په ۲۴مه له سياسي بدلون وروسته له افغانستان سره نړۍوالې مرستې کمې شوې او د امريکا متحده ایالتونو د افغانستان شاوخوا لس ميليارد ډالر پانګه کنګل کړه چې په پايله کې يې افغانستان له اقتصادي ستونزو سره مخ شو او د افغانۍ ارزښت هم راولوېد.

د راپورونو له مخې، د تېر کال د زمري په نهمه، له سیاسي تحول مخکې یو امریکایي ډالر په ۷۹.۷۰ افغانۍ و، خو له تحول وروسته د همدغه کال د لیندۍ په ۲۲مه یو امریکايي ډالر تر ۱۳۰ افغانیو لوړ شو، خو لږ وروسته د افغانیو ارزښت یو څه لوړ شو او د سلواغې تر ۱۱مې د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۱۰۲ افغانیو ته راټیټه شوه.

د شهزاده سرای صرافانو اتحادیې مشر میرافغان صافي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د روانې اونۍ په پيل کې یو امریکایي ډالر ۸۸.۵۰ افغان و، تېره ورځ ۸۴ افغانۍ او نن (د تلې ۱۹مه له غرمې وروسته یوه نیمه بجه) ۸۵.۴۰ افغانۍ دی.

صافي د جزئیاتو له ورکولو پرته په دې اړه چې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړېدو لامل څه دی،   وویل: «وروستي خبرونه او بل دا چې افغانۍ په بازار کې کمه ده.»

صافی وایي، د صرافانو اتحادیه هڅه کوي څو د افغانیو اوسنی ارزښت وساتي.

د اقتصادي چارو پوه قیس محمدي وایي، د افغانۍ او ډالر ترمنځ اړیکه، لوړېدل او ټیټېدل یې تل سیاسي او اقتصادي اړخونه لري.

د هغه په وینا، د نوي سرپرست حکومت د جوړښت پر مهال د افغانۍ پر وړاندې د ډالر بیه په بېسارې توګه لوړه شوه، خو په افغانستان کې د سیاسي وضعیت او له نړۍوالو سره د اړیکو په ښه کېدو به بېرته افغانۍ د ډالرو پر وړاندې لوړه شي.

محمد وایي: «دا معلومه ده، کله چې خلک هیله‌من شي، لکه اوس وخت کې ویلی شو، طالبانو او امریکایانو سره قطر کې ولیدل، کېدای شي حکومت پر رسمیت و پېژندل شي، نړۍوالې مرستې مخ پر زیاتېدو دي، صادرات او واردات پیل شوي، دا ټول هغه موارد دي چې تازه دي او د افغانیو پر ارزښت تاثیر لري او د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ورسره لوړ شوی دی.»

دوه ورځې مخکې د امریکا سي‌اېن‌اېن ټلوېزیون خبر ورکړ چې له نږدې درې میاشتنې ځنډ وروسته په لوړه کچه د امریکا او د افغانستان سرپرست حکومت ترمنځ په قطر کې ناسته شوې ده.

د راپور له مخې، سپینې ماڼۍ په دې ناسته کې د ګډون په موخه د امریکا د استخباراتي ادارې (سي‌ای‌اې) مرستیال، د بهرنیو چارو وزارت چارواکو او د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ هم ګډون درلود او د کابل په پلاوي کې د نورو کسانو ترڅنګ د استخباراتو د لوی ریاست مشر عبدالحق وثیق شامل وو.

محمدي وایي، باید اوس د افغانستان بانک بازار کنټرول کړي؛ کله چې په بازار کې افغانۍ زیاتېږي باید ډالر لیلام کړي او ډالر چې ډېرېږي باید افغانۍ لیلام کړي څو دغه تعادل وساتل شي.

دی وایي، د افغانۍ ارزښت لوړېدو کې د خلکو لپاره ښه خبر دا دی چې د واردېدونکو توکو بیې به ورسره راټيټې شي او هغه اندېښنه به تر ډېره ختمه شي چې د ژمي په رارسېدو به خلک له سختو ستونزو او د بیو له لوړوالي سره مخ شي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد ذکریا حیدري هم وایي، افغانستان ته د ډالرو راتلل، بازار ته د ډالرو وړاندې کول او بازار ته د افغانیو نه عرضه کول هغه څه دي چې له امله یې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړ شوی دی.

د حیدري په وینا، حکومت له تېرو ۱۴ میاشتو راهیسې افغانۍ بازار ته نه دي عرضه کړې، همدا لامل شوی چې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شي.

ده وویل، د افغانستان بانک نږدې هره اونۍ ډالر په بازار کې لیلاموي، څو د افغانۍ ارزښت لوړ وساتي؛ ځکه چې که د ډالرو ارزښت هم لوړ شي او بېکارۍ هم لوړه شي، نو خلک به له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ شي.

د کابل پوهنتون دغه استاد وایي، د افغانستان بانک لپاره دا یو فرصت دی چې د افغانۍ ارزښت لوړ وساتي او که چېرې افغانۍ هم بازار ته عرضه کوي نو د بازار له اړتیا سره سم یې باید عرضه کړي، څو بېرته ورسره د ډالر ارزښت لوړ نه شي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل، د افغانستان د سرپرست حکومت ټوله هڅه دا ده چې اقتصاد وده وکړي او یو اقتصادي تحرک رامنځته شي.

ده وویل: «تاسو به خبر یاست، په دې اواخرو کې له ځینو هېوادونو سره د خوراکي او نفتي موادو قراردادونه وشول چې ډېر د افغانستان په ګټه دي، د ځینو پروژو کارونه پیل شول، هېوادونو ته بیا صادرات پیل شو، دا هغه څه دي چې ټول سره هماهنګ شول او افغانۍ هم ورسره ثبات پيدا کړی دی.»

مجاهد د روان کال د تلې په شپږمه ویلي وو چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت له روسیې سره د تېلو، ګاز او خوراکي توکو پېرلو قرارداد لاسلیک کړی چې په واردېدو سره به یې په افغانستان کې بیې راټیټې شي.

د راپورونو له مخې، تېره ورځ له لس میاشتني ځنډ وروسته ۲۰ ټُنه جلغوزي د هوايي دهلېز له لارې چين ته استول شوي او په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې د ریاست الوزار اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل‎ چې په دغه کار سره به د افغانستان او چين اړيکې لا پياوړې شي، سوداګري به وځلېږي او د هېواد په عوايدو کې به ډېروالی راشي.

مجاهد د جزئیاتو له ورکولو پرته ويلي چې حکومت په راتلونکي کې د اقتصادي ودې لپاره ځیني نور پلانونه هم لري؛ کله چې اعلان شي نو ورسره به د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت نور هم لوړ شي.

هغه هیله څرګند کړې چې په دې تړاو ټولې هڅې د خلکو په خیر تمامې شي او ګټه یې خلکو ته ورسېږي.

Visits: 1146

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.