ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طب‌پوهان: مایع غوړي د ډېر حرارت پر وړاندې مقاومت نه لري، له څو ځله سره کولو یې ډډه وکړئ

طب‌پوهان: مایع غوړي د ډېر حرارت پر وړاندې مقاومت نه لري، له څو ځله سره کولو یې ډډه وکړئ

author avatar
4 Oct 2022 - 16:47
طب‌پوهان: مایع غوړي د ډېر حرارت پر وړاندې مقاومت نه لري، له څو ځله سره کولو یې ډډه وکړئ
author avatar
4 Oct 2022 - 16:47

کابل (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۱): طب‌پوهان وايي، هڅه وکړئ چې هیڅکله د خوړو د سره کولو لپاره مایع غوړي ونه کاروئ؛ ځکه مایع غوړي په بیاځلي سره کېدو سره پر اکسایدو اوړي او سرطاني مواد تولیدوي.

په کابل کې د انتاني روغتون ټرېنر او متخصص ډاکتر فريدالله عمري پژواک خبري اژانس ته وويل، هڅه وکړئ چې هیڅکله د خوړو د سره کولو لپاره له مايع غوړیو استفاده ونه کړئ؛ ځکه مایع غوړي کله چې دویم ځلي سره کېږي، پر اکسایدو بدلېږي او سرطاني مواد تولیدوي.

هغه وايي، مایع غوړي د جامدو غوړیو په پرتله د تودوخې پر وړاندې لږ مقاومت لري او ژر خپل خاصیت له لاسه ورکوي؛ نو له همدې امله باید د خوړو د ګرمولو لپاره له مايع غوړیو استفاده ونه شي.

په ورته مهال، د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر سیدشاه رفیعي چې شاوخوا ۱۶ کاله کېږي د وزیر اکبر خان روغتون د داخله ناروغیو په څانګه کې دنده ترسره کوي، په خوړو ‎ کې د کمو غوړیو پر کارولو د ټینګار ترڅنګ وايي چې مایع غوړي باید څو ‎ځلې ګرم نه شي.

هغه زياته کړه، د مایع غوړیو زیات سره کول ښه نه دي؛ ځکه چې په هغه کې ‎ ټرانس چربۍ تولیدېږي ‎او روغتیا ته خورا زیان رسوي.

هغه وویل: «د ټرانس چربۍ ‎کولای شي په وینه کې د خراب کلسټرول په زیاتولو سره د عصبي حملې او د زړه سکتې ‎په څېر د شرایطو رامنځته کېدو لامل شي.»

د رواني ناروغیو متخصص ‎ډاکتر فيض‌الله کاکړ چې په اپيډيميالوژي کې هم ماسټري لري، مخکې یې له پژواک خبري اژانس سره خبرو کې ویلي وو، مايع غوړي د جامدو غوړيو په پرتله ګټور دي؛ خو په مایع غوړیو کې د خوړو سره کول، د سرطاني ناروغیو، د زړه د سکتې او د مغزي التهاب لامل کېږي.

د هغه په ​​وینا، په نړۍ کې ترسره شوې څېړنې ښیي چې ډېری مایع غوړي د تودوخې پر وړاندې مقاومت نه لري او د ګرمولو پرمهال پر «ازادو راډیکالونو» بدلېږي.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، ازاد راډیکالونه د انسان په بدن کې پر پروټينونو بريد کوي او له منځه یې وړي چې په پايله کې يې حجرې له منځه ځي او د سرطاني ناروغيو لپاره زمینه برابریږي.

دغه‌راز هغه زیاته کړه، د انسان بدن ته د راډیکالونو ننوتل د کلسټرول د خرابېدو او په شریانونو کې د رسوب لامل کېږي چې بالاخره کېدای شي د زړه د حملې لامل شي.

ډاکتر فیض‌الله کاکړ وايي، د انسان مغز ته د راډیکالونو داخلېدل، د مغزو د مکروبي کېدو او د حافظې د کمزورتیا لامل کېږي.

د سرچينې په خبره‎: «تر هغه ځایه چې زه معلومات لرم، له بده‌مرغه چې زموږ خلک له یاد غوړیو په سمه توګه ګټه نه اخلي او کچالو، پياز، غوښه او نور په مايع غوړيو کې سره کوي چې د روغتيا لپاره ډېر خطرناک دي.»

هغه سپارښتنه کوي چې خلک دې په مایع غوړیو کې خواړه نه سره کوي؛ ځکه چې سره شوي خواړه په ځانګړې توګه پیاز، معدې ته زیان رسوي او د معدې د زخم لامل هم کېدای شي.

د کاکړ په وینا، که څوک غواړي چې په غوړیو کې خواړه سره کړي؛ نو له جامدو غوړیو چې ټیټ ټرانسفېټ اسید ولري، استفاده وکړي؛ ځکه چې د ټرانسفېټ اسید اندازه په جامدو غوړیو کې ډېر کلک دي، ډېر کم وي.‎

دغه‌راز هغه څرګنده کړه چې د مایع غوړیو د سر له خلاص ساتلو او لمر ته د هغه له اېښودولو دې ډډه وشي؛ ځکه چې اکسیجن او د لمر وړانګې د غوړیو خاصیت بدلوي.

د هغه په ​​خبره، خراب شوي غوړ تند او تېز بوی لري چې باید استفاده ترې ونه شي.‎

هغه سپارښتنه کوي چې د غوړیو ‎د پېرلو پرمهال باید د هغه ‎د تولید تاریخ ته پاملرنه وشي او د هغه غوړي له پېرلو ډډه وشي چې له پلورنځي بېرون لمر ته اېښودل شوي وي.‎

Visits: 130

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.