منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۳۱ غ.و
۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

دولت او سياست

۲۲،۴۷۴ راپورونه

راپورونه

مجاهد: د ملي مصلحتونو خلاف د مطالبو نه خپرول د رسنیو د سانسور په معنا نه دي

د اسلامي امارت ویاند وايي، ا.ا د رسنیو د سانسور اراده نه لري او د ملي مصلحتونو خلاف د هغو مطالبو نه خپرول چې خپرېدو ته یې اړتیا نه وي، سانسور نه ګڼل کېږي. هغه له دولتي ویاندویانو وغوښتل چې له رسنیو سره کره معلومات پر وخت شریک کړي.

ملا برادر: یوناما په خپلو راپورونو کې د افغانستان اقتصادي او امنیتي لاسته راوړنې له پامه غورځوي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي ځانګړې اوونۍ په اړه جوړه شوې غونډه کې د اړمنو هېوادوالو پر لاسنیو د ټېنګار ترڅنګ وویل، دا عادلانه نه ده چې یوناما په خپلو راپورونو…

مجاهد: يوناما نړۍ ته د افغانستان منفي انځور وړاندې کوي؛ دغه چلند يې د بې‌طرفۍ له اصل سره په ټکر کې دی

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) وروستی راپور د بې‌طرفۍ  له اصل سره په ټکر بللی او ويلي…

برېتانیا له افغاني سرې میاشتې سره د راستنېدونکو کډوالو او نورو بشري برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه 

افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، د دې ټولنې عمومي رییس د افغانستان لپاره د برېتانیا له ځانګړي استازي سره د افغانستان د بشري وضعیت، د اړمنو وګړو د اړتیاوو او د بشري مرستو د پراختیا…

د اوای‌سي او  اروپايي ټولنې استازو له افغانستان سره د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان او اروپايي ټولنې ځانګړو استازو له افغانستان سره د همکاریو پر پیاوړتیا، بشري اړتیاوو ته د رسېدنې او د روغتیا، پوهنې او بدیل معیشت په ګډون په مهمو…

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې مشر د ایکو سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره قزاقستان ته ولاړ

د اسلامي امارت د ټولګټو چارو وزارت وايي چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په سیمه‌ییزه غونډه کې د ګډون لپاره د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ…

د اوزبېکستان ولسمشر له افغانستان سره د اوبو د مدیریت په اړه د خبرو پر دوام ټینګار کړی

د اوزبېکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف د اوبو د کمښت او اقلیمي بدلونونو له امله د منځنۍ اسیا له مخ پر زیاتېدونکو ستونزو سره د مبارزې لپاره له افغانستان سره د اوبو د سرچینو د مدیریت په اړه پر دوامداره خبرو ټینګار کړی دی.

متقي د چین له ځانګړي استازي سره د دوه اړخیزو اړتیا پر لا پراختیا خبرې کړي

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو، سیمه‌ییز وضعیت او د ګډو همکاریو پر لا پراختیا خبرې کړي دي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر د افغانانو پر یووالي ټینګار وکړ

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر په غزني ولایت کې یوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال د افغانانو پر یووالي ټینګار کړی او د نظام مخالفینو ته یې په خطاب کې ویلي،‎ پوه دې شي چې نه د افغانستان امنیت او نه هم د خلکو ترمنځ اتفاق زیانمنولای شي.

متقي او لاوروف د افغانستان او روسیې پر اړیکو غږېدلي

د بهرنیو چارو وزير مولوي امیرخان متقي د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره د دواړو هېوادونو پر دوه‌اړخیزو اړیکو، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او سیمه‌ییزو موضوعاتو خبرې کړې دي. د بهرنیو…

نور راپورونه