منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۴ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

مرکې

۸۳۶ راپورونه

راپورونه

«د ځمکې لاندې اوبو د مصرف کنټرول په موخه محدودیتونه لګېدلي»

د اوبو او برېښنا وزارت وروستيو ډېرو ورښتونو هیله‌من کړی او وايي چې د څه باندې تېرو دوو کلونو په جریان کې د ځمکې لاندې اوبو تقویې لپاره په مرکز او ولایتونو کې ۷۰ چک‌ډیمونه جوړ شوي او ۳۶۰۰ جذبي څاه‌ګانې کیندل شوې دي.

«نړۍ‌‌وال باید افغانستان کې د کرنې، مالدارۍ او وړو صنعتونو برخو کې مرستې وکړي»

د سولې او پراختیايي چارو کارپوه مشتاق رحیم وايي، افغانستان کې له سیاسي بدلون وروسته د نړۍ‌والو بېړنۍ مرستې غوره اقدام و، خو نور باید نړۍوال په داسې برخو کې پر مرستو تمرکز وکړي چې اړ خلک پر ځان بسیا کړي.  

ضعيف: افغانستان له انزوا وتلی خو د رسمیت پېژندنې لپاره دې سیاسي ستراتيژي جوړه کړي

په پاکستان کې د اسلامي امارت مخکنی سفير ملا عبدالسلام ضعيف وايي، افغانستان په نړۍ کې له سياسي انزوا وتلی خو د اساسي قانون او يوې سياسي ستراتيژي جوړول کولی شي د رسميت پېژندنې برخه کې ګټور تمام شي.

جوزجان کې یوې مېرمنې ۱۰۰ نجونو ته د زده‌کړې زمینه برابره کړې ده

د جوزجان مرکز شبرغان ښار کې یوې مېرمنې د یوه کورس په جوړولو سره ۱۰۰ نجونو ته له شپږم ټولګي پورته د زده‌کړو زمینه برابره کړې، دغه کورس کې شاملې نجونې له ا.ا غواړي چې د دوی انتظار دې پای ته ورسوي او پر مخ یې دې ښوونځي پرانیزي.

مسوولین: هلمند کې لږ تر لږه ۳۷ نوو روغتیایي مرکزونو جوړېدو ته اړتیا ده

د هلمند عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، لا هم د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې داسې سیمې شته چې خلک یې هیڅ ډول روغتیایي خدماتو لاسرسی نه‌لري او زیاتوي چې باید لږ تر لږه ۳۷ نوي روغتیایي مرکزونو ورته جوړ شي.

د کلیفورنیا پوهنتون یوه افغان استاد د افغانستان لپاره اقتصادي طرحه جوړه کړې

د کلیفورنیا پوهنتون یو افغان استاد په افغانستان کې روانې اقتصادي هڅې ستایي، خو وایي، په اوسني حالت کې - چې هېواد له انفلاسیون څخه ډیفلاسیون ته تللی- اړینه ده د اقتصادي پرمختګ لپاره د منظم پلان له مخې «بېل اوټ» وشي.

افغانستان کي د سوداګرو ښځو شمېر د تېرو درېیو کلونو په نسبت څلور برابره ډېر شوی

د افغانستان د ښځو سوداګرۍ او صنایعو خونې رییسه وايي چې په روان کال کې د تېرو درېیو کلونو په نسبت د سوداګرو ښځو شمېر څلور برابره ډېر شوی او له اسلامي امارته غواړي چې د جواز اخیستو او مالیاتو ټیټېدو برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.

غړي

دولت احمدزی: د کرکټ نړۍوال جام لپاره د ملي لوبډلې توپ‌اچوونکو انتخاب کې دې ډېره پاملرنه وشي

د کرکټ د چارو یوه پوه د راتلوونکي کرکټ نړۍوال جام سیالیو ته په اشارې وویل، لازمه ده چې د غوراوي کمېټه دغو سیالیو کې د لوبغاړو په انتخاب کې توپ‌وهوونکي تغییر نه کړي، خو د توپ‌اچوونکو انتخاب په برخه کې ډېره توجه وشي.

هلمند کې د ۴۰ ډاکټرانو کتنځایونه تړل شوي

د هلمند عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، په تېره یوه میاشت کې يې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د هغو ډاکټرانو ۴۰ کتنځایونه تړلي چې ناروغانو ته يې شفري نسخې ورکولې.

تېرو درېیو میاشتو کې څه‌ باندې زرو بهرني ګرځندویانو له افغانستانه لیدنه کړې ده

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د تېرو درېیو میاشتو موده کې له ۱۰۰۰ ډېرو ګرځندویانو له افغانستانه لیدنه کړې چې له دغه درکه د درې میلیون افغانیو عوایدو ټولېدو ترڅنګ، درې زره کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.

تکل: هیله لرو د ا.ا.ا د رسمیت پېژندنې لړۍ له ګاونډیو او اسلامي هېوادونو پیل شي

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند له پژواک سره په ځانګړې مرکه کې وویل، نړۍ‌وال باید واقع‌بین واوسي؛ اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې ټول شرایط پوره کړي او له نړۍ سره تعامل ته چمتو دی؛ خو د نړۍ سفارشونه ورته د منلو نه دي او نه په کورنیو موضوعاتو کې مداخله زغمي.

غړي

روان کال په هېواد کې د ترافيکي پېښو له امله نږدې ٦٠٠ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د ترافیک پولیسو عمومي ریاست وایي، د روان کال له پیل راهیسې د هېواد په کچه له ۳۳۰ ډېرې ترافیکي پېښې رامنځته شوې چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۸۵ کسان مړه او ۴۰۹ نور ټپیان شوي دي.

نور راپورونه