منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۴۲ غ.م
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

امنیت او جرمونه

۳۲،۰۲۸ راپورونه

راپورونه

کاپیسا کې د لارې د وېش پر سر شخړه کې یو کس وژل شوی او اته نور ټپيان دي

د کاپیسا امنیه قومانداني وايي چې پرون ماښام د دغه ولایت د کوهبند ولسوالۍ په منګل‌خېل دره‌نامه کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ د لفظي شخړې له امله د نښتې په پایله کې یو سړی وژل شوی او د څلورو ښځو او څلورو نارینه‌وو په ګډون اته نور کسان ټپیان شوي دي.

لوګر کې اته ټنه نشه‌يي توکي وسوځول شول

د لوګر امنیه قومانداني وايي چې امنیتي ځواکونو د دغه ولایت مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې اته ټنه نشه‌يي توکي نیولي وو چې نن وسوځول شول.

ننګرهار کې یو ځوان وژل شوی

د ننګرهار امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې یو ځوان وژل شوی او په تړاو یې یو کس نیول شوی دی.

نور راپورونه