د پاکستان له زندانونو ۲۹۶ افغان کډوال ازاد شول
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې ۲۹۶ تنه افغان کډوال د پاکستان له زندانونو خوشې او هېواد ته راستانه شول.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې ۲۹۶ تنه افغان کډوال د پاکستان له زندانونو خوشې او هېواد ته راستانه شول.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ۹۱ هغه افغانان چې پاکستان کې بندیان وو، ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ۲۸ تنه افغان کډوال د پاکستان له زندانونو خوشې او هېواد ته راستانه شول.
د سترې محکمې ویاند په بادغېس، فراه او نیمروز کې پر څلورو کسانو د قصاص حکم پلي کېدو په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، «هېڅ بهرنی لوری زموږ په شریعت، دین او قضا کې د لاسوهنې حق نهلري.»
ستره محکمه وایي، په خوست او جوزجان ولایتونو کې د پنځو ښځو په ګډون ۱۳ کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوې ده.
د ننګرهار امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په بټيکوټ ولسوالۍ کې يوه کس خپله مېرمن وژلې او دی هم د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی دی.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ۲۶۳ نور افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې او هېواد ته راستانه شول.
ستره محکمه وایي، په فراه، نیمروز او بادغیس ولایتونو کې پر څلور کسانو د قصاص حکم پلی شو.
ستره محکمه وایي، په فراه او غزني ولایتونو کې اوو کسانو ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ۱۹۲ نور افغانان د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شول.
د هرات په مرکزي زندان کې چې تر ډېره فکر کېږي یوازې د «محرومیت» او «حبس» ځای به وي، اوسمهال لسګونه بندیان نه یوازې په فني او حرفهیي پروګرامونو کې زدهکړې کوي، بلکې د کار کولو له لارې عاید هم ترلاسه کوي.
د کابل ښار پنځمې ناحیې اړوند سیمه کې د ماشومانو پر سر شخړه کې یو کس وهل ډبول شوی او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړې؛ امنیه قومانداني وایي، د پېښې عاملین نیول شوي دي.
د کندهار امنیتي مسوولین وايي، نن سهار د دغه ولایت د امنیې قومانداني له نشهيي توکو سره د مبارزې مدیرت اړوند د زړو مهماتو په یوه کانټينر کې د چاودنې له امله څلور کسان ټپيان شوي دي.
د فراه ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند مهاجرینو سیمه کې نن سهار د دوو کورنیو ترمنځ شخړه کې دوه کسان وژل شوي او یو بل ټپي دی.
ستره محکمه وایي، میدانوردګو او سرپل ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو له امله پنځو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوې ده.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې د پاکستان له زندانونو ۳۹ افغانان ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.
د پکتیا امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په احمدابا ولسوالۍ کې ۵۰۳ کیلوګرامه خام چرس نیول شوي دي.
میدانوردګو کې سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په چک ولسوالۍ کې د یوه پخواني ماین چاودنې له امله یوه ماشوم ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي دي.
د کندوز ځایي سرچینو په دغه ولایت کې د تېر کال په ترڅ کې د ۲۰ زره جریب غصب شوې دولتي ځمکې د تثبیت خبر ورکړی او وایي چې په دې موده کې څه باندې ۱۴ زره جریب ځمکه له غصبه راګرځول شوې ده.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو د ۱۰۱ افغان کډوالو له خوشې کېدو خبر ورکړی دی.
هرات کې امنیتي مسوولین وایي چې دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو او وسلهوالو غلو ترمنځ په نښته کې یو وسلهوال غل وژل شوی او یو بل یې نیول شوی دی.
د اروزګان امنیتي مسوولین وایي چې ناپېژانده وسلهوالو نن سهار د دغه ولایت د مرکز ترینکوټ ښار د جغلي سړک سیمه کې یو کس په ډزو وژلی دی.
د بلخ او هلمند امنیتي مسوولین وايي، د ماین جوړولو او وسلو ساتلو په تور یې اووه کسان نیولي دي.
د هلمند امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په بغني ولسوالۍ کې د نشهیي توکو یوه کارخونه له منځه یوړل شوه او په تړاو یې یو تن نیول شوی دی.