پلسوخته کې د شپږو روږدو مړي موندل شوي
د کابل امنیه قومانداني وایي، د یوه روغ شوي معتاد په همکارۍ یې د کابل په پلسوخته سیمه کې د هغو شپږو روږدو مړي موندلي چې مخکې هلته خښ شوي وو.
د کابل امنیه قومانداني وایي، د یوه روغ شوي معتاد په همکارۍ یې د کابل په پلسوخته سیمه کې د هغو شپږو روږدو مړي موندلي چې مخکې هلته خښ شوي وو.
د بغلان امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت له مرکز پلخمري ښار څخه یې د سوالګرو ټولولو کمپاین پیل کړ.
په زابل کې له نږدې ۷ زره بېوزلو کورنیو سره د مرستې لړۍ پيل شوه او د کډوالو چارو وزارت بیا په ۱۰ ولایتونو کې له ۷ زره ۵۶۲ اړو کورنیو سره د نغدو پيسو، خوراکي او غېرخوراکي توکو د مرستې خبر ورکوي.
د فراه په خاکسفید ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ له څلور کلنۍ کلنې دښمنۍ وروسته چې څلور کسان پکې وژل شوي وو، روغه وشوه.
د پژواک موندنې ښیي چې په کابل ښار کې یو کیلوګرام غوښه د ښاروالۍ له خوا له ټاکل شوو بیو له شاوخوا ۳۰ تر ۷۰ افغانیو په لوړه بیه پلورل کېږي.
د پارون- اسعداباد ترمنځ لارې سپرلي وايي، د تېلو بيو له ټيټېدو سره سره لا هم د موټرو کرايې هماغسې لوړې دي او اړوند مسوولین یې باید کنټرول کړي.
په پکتيکا او لوګر کې پر څه باندې ۵۲ زره اړو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول، ميدان وردګو کې له ۴۶۴ بېوزلو کورنیو سره د نغدو پيسو، خوراکي او غيرخوراکي توکو او لغمان کې له ۳۹۰ بېوزلو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه.
یو چینايي وګړی چې له څلورو کلونو راهیسې له خپلې کورنۍ سره په کندهار کې اوسېږي، بېوزلو کورنیو ته د اقتصادي ودې په موخه کوچني کاروبارونه برابروي.
د دایکنډي ولایت د سنګتخت او بندر ولسوالۍ د «بالای کوه» سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي، په دې سیمه کې هیڅ فعال ښوونځی نشته او له امله یې ډېر ماشومان له زدهکړو بېبرخې پاتې دي.
د فراه حکومتي مسوولین وايي، د تېرو ۱۲ میاشتو په موده کې په دغه ولایت کې د ولایتي ادارو او قومي جرګو له لارې ۶۲ دښمنۍ پر دوستۍ بدلې شوې دي.
د لوګر امنیې قوماندانۍ چارواکي وایي، د پاسپورټونو د وېش برخه کې ټولې تخنیکي ستونزې هوارې شوې او هېوادوال کولای شي په انلاین بڼه د پاسپورټ اخيستلو لپاره د پاسپورټ امریت ته مراجعه وکړي. د…
په کابل کې ځيني بېوزلي خلک د مرستو وېش په لړۍ کې د روڼتیا له نشتوالي شکایت لري او وایي، دغه مرستې تر ډېره غېرمستحقو ته ورکول کېږي؛ خو مسوولین د دې ستونزې هواري لپاره د کار په بدل کې د مرستو پر وېش ټينګار کوي.
د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ اوږده دښمني -چې د ماشومانو پر سر پیل شوې وه او د دواړو لورو درېیو کسانو ته په کې مرګژوبله اوښتې وه- د قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړتوب پای ته ورسېده.
چارواکي وايي، د نورستان په مرکز پارون کې د یوه غره له څوکې د بل غره تر څوکې د اوږد واټن زانګو جوړوي چې سیلانیان به د سیل او سیاحت ځایونو ته لېږدوي.
په اروزګان کې له ۴۲۸۴ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو، په میدان وردګو کې له ۵۱۳ بېوزلو کورنیو سره د نغدو پيسو مرسته وشوه؛ همداراز په فراه کې پر ۲۵۲۰ اړو کورنیو د خوراکي توکو د وېش لړۍ پيل شوه.
په کندهار کې د سېلاب خیریه بنسټ له لوري د هغه ۵۰ جوړو د واده یوځايي مراسم ترسره شول چې د اقتصادي ستونزو له امله یې په خپل لګښت دغه مراسم نه شوای جوړولای.
د ننګرهار ولايت د ترافيکو او ترانسپورټ ادارو مسوولين وايي، په مرکز جلالاباد کې د خپلسرو اډو شتوالي په ښار کې بېنظمي ډېره کړې او پلان لري چې ټاکلو ځایونو ته یې ولېږدوي.
د بلخ يو شمېر رنګمالان وایي، پخوا د نوي کال په رسېدو سره به یې کارونه ډېرېدل خو سږ کال په ټپه ولاړ دي.
د لوګر، لغمان او کابل له څه باندې ۳۵۰۰ کورنيو سره د نغدو پيسو او زابل کې له ۱۱۶۸ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
افغاني سره میاشت وایي، په تېرو ۹ میاشتو کې یې د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د طبیعي پېښو له زیانمنو او بېوزلو سره څه باندې ۳۴ میلیون افغانۍ مرسته کړې ده.
د اروزګان د ګیزاب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، له دې ولسوالۍ مرکز ترینکوټ ته غځېدلې لار له تېرو درېیو میاشتو راهیسې بنده شوې چې دوی یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
د بلخ په چمتال او چهاربولک ولسوالیو کې د څه باندې ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دوه شبکې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې. د بلخ د کلیو پراختیا او بیارغونې ريیس مولوي…
په غزني کې له ۴۳۰۰، پکتیا کې له ۲۴ زره، پکتیکا کې له ۱۸ زره او سمنګان ولایت کې له ۴۰۶۳ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو او نغد پیسو مرسته وشوه.
د میدان وردګو امنیې قوماندانۍ له خوا د دغه ولایت د مرکزي زندان پر ساتونکو نوی یونیفورم ووېشل شو. د یاد ولایت امنیه قوماندانۍ پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي، امنيه قوماندان…