منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۹ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

ټولنه

۵،۳۰۷ راپورونه

راپورونه

غړي

ننګرهار کې د نرګس ګل کلنۍ مشاعره وشوه

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنک رياست له خوا د نرګس ګل کلنۍ مشاعره د دغه ولايت د لسګونو شاعرانو، د شعر مينه والو او دولتي چارواکو په ګډون جوړه شوه. مشاعره نن…

د فارياب د کوهستان اوسېدونکي د لومړنیو توکو بيو له لوړوالي شکايت کوي

د فاریاب ولایت کوهستان ولسوالۍ اوسېدونکي د لومړنیو توکو بیو له لوړوالي، په روغتیايي مرکزونو کې د درملو له نشتون او د څارویو خوراکي توکو له کمښته شکایت لري، له حکومت او مرستندویو بنسټونو د مرستې او همکارۍ غوښتنه کوي.

د اسلامي امارت د بیا واکمنۍ تر چتر لاندې د افغانستان سینما

په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره ځینو خلکو فکر کاوه چې نور نو سینما په هېواد کې کوم ځای نه لري، خو د اټکل خلاف په دغه موده کې نهه فلمونه تولید شوي او په اریانا سینما کې یو فیسټیوال هم ترسره شوی؛ سینماګران بیا دغه شمېر کافي نه بولي.

غړي

کابل ښاروالي: تېرو درېیو میاشتو کې تر پول سوخته لاندې موندل شوو مړو په ګډون ۱۴۴ جسدونه مو خاورو ته سپارلي

د کابل ښاروالي وایي، په تېرو درېیو میاشتو کې یې د هغو ناپېژاندو جسدونو په ګډون چې د پل سوخته لاندې برخو پاکولو پر مهال د کثافاتو له ډېریو څخه پیدا شوي وو، ۱۴۴ مړي خاورو ته سپارلي دي.

غړي

اوچا: روان کال مرسته‌رسوونکي بنسټونه د افغانستان پر هغو سیمو تمرکز کوي چې لږه پاملرنه ورته شوې

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، مرسته‌رسوونکي بنسټونه په روان ۲۰۲۳ زېږديز کال کې د افغانستان پر هغو سیمو تمرکز کوي چې لږه پاملرنه ورته شوې ده. اوچا دا خبره تېره…

غړي

اروزګان، بامیان او فراه کې له زرګونو کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته وشوه

په اروزګان کې له ۲ زره او ۱۰۰ اړو کورنیو سره او په بامیان کې له ۵ زره او ۴۰۰ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه؛ دغه‌راز په فراه کې بیا له ۶۹۴ اړو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه.

نور راپورونه