Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د پنځو لوبډلو ترمنځ شل اووریزې کرکټ سیالۍ چې تېره اونۍ پیل شوې وې، د «بلخ خپلواک» لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې.
د ملي پراختیا شرکت مسوولین وایي، د قوشتېپې کانال د دویم فاز کیندنې چارې ۹۰ سلنه او د سربند جوړولو چارې یې نږدې ۸۰ سلنه پر مخ تللې او پاتې چارې به یې هم ډېر ژر بشپړې شي.
بلخ کې د مزارشریف ښاروالي مسوولین وایي، د ښار بېلابېلو ناحیو کې د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د پلچکونو او کربستونونو جوړولو دوو پروژو چارې بشپړې او ګتې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار او نهرشاهي ولسوالۍ کې د غوړیو تولید او د پنبې پروسس دوو کارخونو کې د اورلګېدنو له امله ۷۰۰ زره افغانۍ زیان اوښتی او د نږدې درې میلیونه افغانیو زیان مخه نیول شوې ده.
د بلخ ځايي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په حیرتان دوهلاري کې د صادراتو برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د نړۍوالو ترانسپورټي شرکتونو د همغږۍ مرکز پرانیستل شو.
یو خیریه بنسټ د افغاني سرې میاشتې په همکارۍ د بلخ ولایت مرکز مزارشریف کې د سترګو ناروغانو د وړیا درملنې څلور ورځنی کمپاین پیل کړی دی.
د بلخ د کرنې ریاست مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د ورېښمو چینجیو روزنه له کلونو ځنډ وروسته بیا پیل شوې او دوی په دې هڅه کې دي څو د همکارو موسسو په مرسته دغه صنعت ته لا وده ورکړي.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د کرکټ ۲۰ اووریزې سیالۍ پیل شوې چې پنځه لوبډلې په کې برخه لري او دوه اونۍ به دوام وکړي.
د مزارشریف د ښاروالي مسوولین وایي، د ښار بېلابېلو ناحیو کې یې د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو پراختیایي پروژو چارې بشپړې کړې او نن یې ګټې اخیستنې ته وسپارلې.
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په مزارشریف ښار کې د کتاب او کتابلوستنې اونۍ په مناسبت د کتابونو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
د بلخ امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې یې د یوې دوولس کلنې نجلۍ د اجباري نکاح مخنیوی کړی او په تړاو یې دوه کسان هم نیول شوي دي.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د سوداګرۍ د ودې او پراختیا په موخه د سوداګرۍ ګډه خونه پرانیستل شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP