Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ویلي چې دوی به افغانستان ته د راستنو شوو افغان کډوالو لپاره د پاکو اوبو رسولو، روغتیا ساتنې او نورو برخو کې خپلې مرستې ورسوي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د سترګو اړوند ناروغیو د درملنې برخه کې راستنېدونکو افغان کډوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه یې تورخم ته یوه ګرځنده روغتیايي ډله استولې ده.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د دغه وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د یوه پلاوي په مشرۍ د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو او اقتصادي همکاریو لا پیاوړتیا په موخه اوزبېکستان ته ولاړ.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د بندیزونو کمېټې ویلي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي ته یې دوحې ته د سفر معافیت ورکړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د هند د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي چې دغه هېواد دې افغان سوداګرو، ناروغانو او محصلینو ته دې ویزو ورکړه بېرته عادي حالت ته راوګرځوي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي چې د تېر لمریز کال په څلورمه ربعه کې د افغانستان د وارداتو کچه درې میلیارده او ۱۴۲،۶ میلیون ډالر او د صادراتو بیا ۴۰۳،۹ میلیون ډالره وه.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له څلورو بنسټونو سره د شاوخوا ۶۱۷ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
د ټولګټو وزارت وایي، تېره میاشت د افغانستان د څلورو بندرونو د اوسپنې پټلیو له لارې د ۳۰۶ زره او ۷۶۵ مټریک ټنه توکو انتقالات شوي دي.
اسلامي امارت د غویي د اوومې کودتا او پر افغانستان د شوروي یرغل غندلي او ویلي یې دي چې «د یو باثبات او په اسلامي نظام مزین افغانستان د دوام لپاره دې ټول افغانان سره یو موټی او متعهد و اوسي.»
د راپورونو له مخې، د بلوچستان په کوېټه کې د سړک غاړې ماین چاودنې څلور پاکستاني پولیس وژلي او درې نور یې ټپیان کړي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال د یوه پلاوي په مشرۍ د ایران د صادراتي وړتیاوو اووم نړۍوال نندارتون (ایران اکسپو) کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته ولاړ.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، د پکتیکا په وازیخوا ولسوالۍ کې د شاوخوا ۸۶ میلیون افغانیو په ارزښت د ۶۹ بېلابېلو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP