Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د پاکستان له زندانونو ۲۹ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول
د رسنيو د شکايتونو او سرغړونو د څېړنې کمېسیون پرېکړه کړې چې د راه فردا ټلوېزیون فعالیتونه دې د دغه ټلوېزیون د کارکوونکو د معاشونو د نه ورکړې په تړاو د محکمې تر پرېکړې وځنډول شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې تېر ۱۴۰۳ کال کې د هند او افغانستان ترمنځ د ۸۹۰ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده.
د راپورونو له مخې، په بلوچستان کې د تېلو د ټانکر چاودنې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او ۷۰ نور کسان ټپیان شوي دي.
د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې په تهران کې د ایران او افغانستان د سوداګریزو فرصتونو او وړتیاوو معرفي کولو کنفرانس د ایران د صادراتي وړتیاوو د اووم نندارتون په څنډه کې ترسره شو.
د رياستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، کندهار، زابل او هلمند ولایتونو کې د برېښنا د درېیو لویو پراختیايي پروژو پاتې چارې د نږدې یو میلیارد افغانیو په لګښت پيل شوې چې په بشپړېدو به یې سلګونه زره خلک له برېښنا برخمن شي.
د راپورونو له مخې، د ایران په بندرعباس کې د شنبي ورځې چاودنې له امله د وژل شوو کسانو شمېر ۷۰ ته رسېدلی او د ټپیانو تر زرو اوښتی دی.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست په کابل کې د ایران له سفیر سره د سرطاني ناروغیو برخې روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، د اړینو طبي تجهیزاتو برابرولو، د کابل په افشار ساحه او بامیان ولایت کې د جوړېدونکو روغتونونو څرنګوالي په اړه خبرې کړې دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام وايي چې د سويډن د نړۍوالې پراختیا او همکارۍ ادارې په افغانستان کې د ميندو او ماشومانو د تغذیې د ملاتړ لپاره له دغه بنسټ سره ۲،۲ میلیون امریکايي ډالر مرسته اعلان کړه.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، نن له افغانستانه په لومړۍ الوتنه کې ۲۳۰ کسان سعودي عربستان ته د حج فریضې ادا کولو په موخه ولېږل شول.
د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا د کوز جنوبي وزیرستان په واڼه سیمه کې د چاودنې له امله اووه تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.
د راپورونو له مخې، ایران ۱۹۹ افغانان چې په دغه هېواد کې بندیان وو، اسلامي امارت ته سپارلي او دوه ایراني بندیان هم د افغانستان چارواکو له لوري د ایران حکومت ته سپارل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP