منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۵۷ غ.و
۱۲°صاف · ↑۱۶° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

ایران

۷۲۹ راپورونه

راپورونه

عراقچي: ایران تر اوسه د اسلام‌اباد هوکړه‌لیک په چوکاټ کې پر خپلو ژمنو ولاړ پاتې شوی

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي، تهران تر اوسه د اسلام‌اباد هوکړه‌لیک په چوکاټ کې پر خپلو ژمنو ولاړ پاتې شوی، خو امریکا د دغه هوکړه‌لیک د نهمې مادې په نقضولو سره خپلې ژمنې تر پښو لاندې کړې دي.

ملا عبدالغني برادر او امیرخان متقي د خامنه‌يي جنازې مراسمو کې د ګډون لپاره ایران ته ولاړل

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د ایران د مخکني مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي د جنازې مراسمو کې د ګډون په موخه دغه هېواد…

امریکا او ایران نن بیا پر یو بل بریدونه کړي

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ ویلي چې په ایران کې یې پر څو موخو تازه بریدونه کړي او د ایران سپاه پاسداران هم خبر ورکړی چې په سیمه کې یې د امریکا پوځي اډې په نښه کړې دي.

د امریکا او ایران له هوکړې د جي‌ډي ونس دفاع او اسرائیلي منتقدینو ته یې خبرداری

د راپورونو له مخې، د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس د واشنګټن او تهران ترمنځ له هوکړه‌ليکه دفاع کړې او د دې هوکړې اسرائیلي منتقدینو ته یې خبرداری ورکړی چې خپل تر ټولو مهم متحد دې له ځانه نه لرې کوي.

امریکا د ایران سمندري کلابندي عملاً پای ته ورسوله

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ویلي چې د دغه هېواد ځواکونو د ولسمشر ټرمپ د حکم له مخې سر له نن ورځې د ایران بندرونو او ساحلي سیمو ته د ننوتونکو او وتونکو ټولو بېړيو پر وړاندې کلابندي پای ته رسولې ده.

یو‌اېن‌اېچ‌سي‌ار: د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې له ایران او پاکستانه څه باندې شپږ میلیون افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي چې د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې له پاکستان او ایرانه څه باندې شپږ میلیون افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي چې دې چارې پر خدمتونو…

د ایران او امریکا ترمنځ متقابل بریدونه؛ واشنګټن د عملیاتو د پای او تهران د ځوابي بریدونو خبر ورکړی

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) اعلان کړی چې په هرمز تنګي کې د دغه هېواد د یوې چورلکې د نسکورېدو په ځواب کې یې پر ایران بریدونه کړي؛ بلخوا، تهران ویلي چې په سیمه کې یې د امریکا پر ځینو پوځي اډو بریدونه ترسره کړي دي.

امریکا خلیجي هېوادونو ته د اوښتو زیانونو د جبران لپاره د ایران له شتمنیو د استفادې ارزونه کوي

د راپورونو له مخې، د امریکا حکومت هڅه کوي چې د اوښتو زیانونو د جبران، ترمیم او بیارغونې لپاره د ایران شمتمنۍ د فارس خلیج هېوادونو ته ولېږدوي. رویټرز د یوې باخبره سرچینې له قوله…

نور راپورونه