کابل (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۵): ډونالډ ټرمپ ویلي، د ایران او امریکا ترمنځ احتمالي هوکړه ښايي د روانې اونۍ تر پایه لاسلیک شي او له هغه وروسته به پر ایران لګېدلې سمندري کلابندي پای ته ورسېږي؛ هغه څرګندونې چې د سياېناېن د راپور له مخې، د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو لپاره د تمې خلاف وې.
رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د ایران او امریکا ترمنځ هوکړه به د روانې اونۍ تر پایه وروستۍ شي که نه، ویلي چې دغه هوکړه به «ډېر ژر» او ښايي د همدې اونۍ تر پایه لاسلیک شي.
ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د ایران مشر به هم دغه هوکړه تایید کړي، ویلي چې د ده د معلوماتو له مخې، ځواب مثبت دی.
د هغه په خبره، که هوکړه لاسلیک شي، امریکا به پر ایران لګېدلې سمندري محاصره لغوه کړي چې د دې هوکړې یوه برخه ګڼل کېږي.
د امریکا ولسمشر همدارنګه ویلي چې د دغې هوکړې له نهايي کېدو سره به د نفتو بیې د پام وړ راټیټې شي.
سياېناېن د یوې اسرائیلي سرچینې له قوله راپور ورکړی چې کله ټرمپ له ایران سره د احتمالي هوکړې په اړه خپل پیغام خپراوه، بنیامین نتانیاهو د ایران په اړه په یوه امنیتي غونډه کې بوخت و.
سرچینې ویلي، اسرائیل د تهران او واشنګټن ترمنځ د هر ډول نږدې هوکړې او یا هم د ایران له لوري د هغې د تایید په اړه هيڅ معلومات نه لرل؛ هغه موضوع چې د سياېناېن په وینا، په «ټروت سوشل» ټولنیزه شبکه کې د ټرمپ له وروستیو څرګندونو سره سمون نه خوري.
د راپورونو له مخې، ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په وروستیو شېبو کې پر ایران د نوو بریدونو له ترسره کولو تېر شوی او ویلي یې دي چې له تهران سره خبرې د ایران د رهبرۍ تر لوړې کچې رسېدلې او د سیمې د قدرتونو د یوه پراخ ایتلاف له ملاتړه برخمنې دي.
رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا په دریځ کې دغه ناڅاپي بدلون د هغو بریدونو د پلان شوې مودې له پیلېدو یوازې څو ساعته مخکې رامنځته شوی و.