منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۸ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

غور

۲۵۱ راپورونه

راپورونه

غړي

غور کې یو شمېر ټول‌ګټې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د غور د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د دغه ولایت په دولت‌یار ولسوالۍ کې د څو ټولګټو پروژو ګټې اخیستنې ته سپارلو خبر ورکوي وایي، د دغو پروژو په بشپړېدو سره د ځایي اوسېدونکو د ستونزو هوارېدو ترڅنګ ۱۰ زره او ۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.  

د غور خلک په دولتي روغتیايي مرکزونو کې د غاښونو ښځينه ډاکټرانو له نشتوالي شکایت کوي

د غور یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت په دولتي روغتیايي مرکزونو کې د غاښونو ښځينه ډاکترانو له نشتوالي شکایت لري او د دې ستونزې د هواري غوښتنه کوي؛ بل‌خوا مسوولین هم دغه ستونزه تاییدوي او وايي چې د هواري لپاره یې یو لړ اقدامات تر کار لاندې دي.

غړي

غور کې نامعلومو وسله‌والو یو قاضي وژلی

په غور ولایت کې د مخکیني حکومت یو قاضي مفتي محمدنذیر معنوي د نامعلومو وسله‌والو له خوا وژل شوی دی. د نوموړي یوه خوریي ګلاب‌الدین اجتماعي پژواک خبري اژانس ته وویل: «مفتي صاحب پرون د…

غور کې په تېر یوه‌نیم کال کې د خلکو ترمنځ ۲۶ روغې جوړې شوې

د غور سیمه‌ییزې سرچینې په تېر یوه‌نیم کال کې د قومي جرګو او حکومتي ارګانونو له لارې د قومونو او کورنیو ترمنځ د ۲۶ دُښمنیو د پای ته رسېدلو خبر ورکوي؛ کارپوهان په ټولنه کې د نظم او امنیت ټينګېدو لپاره د داسې اختلافاتو پای ته رسول اړین بولي.

غړي

غور کې چاودنې د یوې کورنۍ شپږ کسان وژلي

د غور امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د مرکز فېروزکوه ښار په غورقند کلي کې د لاسي بم چاودنې له امله د یوې ښځې او ماشومانو په ګډون د یوې کورني شپږ غړي وژل شوي دي.

د غور ځیني اوسېدونکي: اولادونه مو تر سره لمر لاندې درس وايي

د ښوونې او روزنې برخې یو شمېر کارپوهان په داسې حال کې د خوندي ښوونیز چاپېریال پر رامنځته کولو ټینګار کوي چې د غور ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، اولادونه یې په ازاده فضا کې تر خېمو او یا هم سره لمر لاندې زده‎کړې کوي.

د غور خلک په روغتیايي مرکزونو کې د امبولانس له کمښته شکایت لري

د غور یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت په روغتیایي مرکزونو کې د امبولانسونو له کمښته شکایت لري او وایي، خپل ناروغان د موټر، موټرسایکل او یا مرکب په وسیله تر روغتیايي مرکزونو لېږدوي؛ خو مسوولین د دې ستونزې په تاییدلو سره وایي چې د حل لپاره یې ځیني اقدامات تر کار لاندې دي.

غور کې پر سینه ‌بغل اخته ماشومانو شمېر ډېر شوی

په غور کې پر سینه بغل د اخته ماشومانو ځینې کورنۍ په ولایتي روغتون کې د بسترونو له کمښته شکایت کوي؛ خو د دغه روغتون مسوولین د ستونزې د تاید ترڅنګ  په ماشومانو کې د سینه بغل ناروغۍ د ډېرېدو خبره کوي.

د غور اوسېدونکي په لرو سیمو کې د ښوونځیو د ودانیو رغولو غوښتنه کوي

د غور د پوهنې ریاست مسوولین‎ په دغه ولایت کې د ۱۰ ښوونځیو د بیارغونې کار بشپړېدو او د ۱۰ نورو ښوونځیو د بیارغونې کار پیلېدو خبر ورکوي؛ د یو شمېر زده‌کوونکو کورنۍ د دغه اقدام هرکلی کوي خو وايي، لا هم په ځینو سیمو کې زده‌کوونکي تر خیمو لاندې او یا په ازاده فضا کې زده‌کړې کوي.

نور راپورونه