لوګر کې د فوټبال سیالۍ د «شاهین» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت مسوؤلین وایي چې د ولایت په کچه د لس لوبډلو ترمنځ درې ورځنۍ د فوټبال سیالۍ ترسره شوې چې پایلوبه یې شاهین لوبډلې وګټله.
د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت مسوؤلین وایي چې د ولایت په کچه د لس لوبډلو ترمنځ درې ورځنۍ د فوټبال سیالۍ ترسره شوې چې پایلوبه یې شاهین لوبډلې وګټله.
لوګر کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز پلعلم اړوند په «کنجک» سیمه کې د کابل - لوګر پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه کسان ټپيان شوي دي.
لوګر کې مسوولین وایي، د دغه ولایت د ازرې او خروار ولسوالیو اوسېدونکي د پوهنې، روغتیا، کرنې او سړکونو برخو کې له ستونزو سره مخ دي چې ډېر ژر به رسېدنه ورته وکړي.
مسوولین وایي چې د کابل – لوګر پر لویه لاره د مرکز پلعلم اړوند «کلنګار» سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د لوګر ولایت د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو ریاست وایي چې په تېر یوه کال کې له دغه ولایت مرکز پلعلم او ولسوالیو څخه سلګونه د موسیقي آلې او وسایل راټولې کړې او نن یې وسوځول.
ځايي مسوولین وايي، په لوګر او نورستان ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د لوګر امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په برهکيبرک ولسوالۍ کې د وسلهوالو غلو یوه شپږ کسیزه ډله نیول شوې ده.
د لوګر د بدني روزنې او ورزش ریاست وایي، د سوېلختیځ زون پنځو ولایتونو د ۱۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د سلف فنس سبک (ISDO) یو ورځنۍ رزمي لوبې ترسره شوې.
د لوګر ولایتي روغتون کې د ملي دفاع وزارت د طبي علومو اکاډمۍ په ملاتړ د اورتوپيدي ځانګړې څانګه پرانیستل شوه.
لوګر کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ولسي غونډه جوړه شوه او ګډونوالو یې ټينګار وکړ چې ناوړه دودونه یوازې د حکومت په هڅو له منځه نه ځي، بلکې ولس هم باید په دې برخه کې فعاله ونډه واخلي.
لوګر کې د کرکټ ځايي مسوولین وایي چې د کوچني اختر لمانځنې په مناسبت د دغه ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د ولایت په کچه د ۳۸ لوبډلو ترمنځ لساوریزې سیالۍ ترسره شوې.
د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت له بازارونو راټول شوي اته ټنه بېکیفیته او تاریختېر خوراکي او غیرخوراکي توکي وسوځول شول.
د لوګر د بدني روزنې او ورزش آمریت مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم ښار کې د ولایت په کچه د والیبال سیالۍ د ۳۸ غوره لوبډلو ترمنځ ترسره شوې.
د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د دغه ولایت په مرکز پلعلم ښار کې د لسو غوره لوبډلو ترمنځ فوټسال سیالۍ د «پېروزي» لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د لوګر ولایت پوهنې ریاست مسؤولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې د پوهنې وزارت په چوکاټ کې د نجونو او هلکانو څه باندې۳۰۰ نوې دیني مدرسې پرانیستل شوې دي.
د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم ښار کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ د «الیاس خان بابا» لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د لوګر ځايي مسوولین وايي، دغه ولایت کې هره ورځ ۴۰ زره لېتره شیدې تولید او پروسس کېږي او د کابل په ګډون ګاونډیو ولایتونه ته لېږل کېږي.
لوګر کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم او څرخ ولسوالۍ کې له ۳۵۰ بېوزلو او اړو کورنیو سره د کوچنیو تجارتونو د پيل لپاره نغدي مرسته وشوه.
سیمهییز مسوولین وایی، په فراه او لوګر ولایتونو کې له څه باندې نهه زره کورنیو سره د خوارکي توکو او نغدو پیسو مرستې وشوې.
د لوګر ولایت مرکز پلعلم ښاروالۍ له لوري د ښاري فرهنګ د ودې په موخه د دغه ولایت د یو شمېر ادارو د مسوولینو، دیني عالمانو او ځوانانو په ګډون کنفرانس ترسره شو.
لوګر کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولین وایي چې د جاپان هېواد په مالي ملاتړ د دغه ولایت په څرخ ولسوالۍ کې په شپږ سوه جریبه کرنیزه ځمکه میوهلرونکي باغونه جوړېږي.
سیمهییز مسوولین وايي چې د څه باندې ۳۰ میلیون افغانیو په ارزښت د لوګر ولایت د لوړو زدهکړو موسسې اړوند د درېیو رغنیزو پروژو او د غزني ولایت مقر ولسوالۍ کې د څښاک پاکو اوبو رسولو یوې شبکې چارې پیل شوې.
د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت وایي چې د دغه ولایت په کچه د ۳۳ غوره لوبډلو ترمنځ د رمضان جام په نوم د والیبال سیالۍ چې شاوخوا یوه نیمه میاشت مخکې پیل شوې وې، د «لوګر اتلان» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
لوګر کې د پوهنې ریاست مسوولین وايي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري د دغه ولایت په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې ۵۰ ښوونځي بیارغول کېږي.