پنجشېر کې ۱۷ ماشومان د قاچاقبرانو له منګولو وژغورل شول
پنجشېر کې امنيتي سرچينې وايي، پولیسو هغه درې قاچاقبران چې غوښتل یې ۱۷ ماشومان د دغه ولایت له لارې ایران ته ولېږدوي، نیولي دي. دپنجشېر د امنيې قوماندانۍ وياند عبادالله عباد فاروقي پژواک خبري…
پنجشېر کې امنيتي سرچينې وايي، پولیسو هغه درې قاچاقبران چې غوښتل یې ۱۷ ماشومان د دغه ولایت له لارې ایران ته ولېږدوي، نیولي دي. دپنجشېر د امنيې قوماندانۍ وياند عبادالله عباد فاروقي پژواک خبري…
د پنجشېر ولایت په ابشار ولسوالۍ کې د پنځه میلیون او ۷۰ زره افغانیو په لګښت دوه کیلومټر سړک، د موټر تګ راتګ لپاره پُل او د اوبو شپږ کیلومتر کانال جوړ شوي دي.
د پنجشېر د ترافیکو ادارې مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د یوه کرولا موټر چپه کېدو له امله دوه کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
پنجشېر کې د منځنيو او لېسو نجونو زدهکوونکې د خپلو ښوونځيو تړل کېدو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره له حکومته غواړي چې دوى ته ديني مدرسې جوړې کړي.
د پنجشېر د اطلاعات او کلتور ریاست وايي چې د دغه ولایت په پریان ولسوالۍ کې د شخصي دښمنۍ له امله یو کس وژل شوی او زیاتوي چې په تړاو یې یو کس نیول شوی دی.
د پنجشېر ځایي مسوولینو په دغه ولایت کې د اسلامي امارت ځواکونو د یوه رنجر موټر چپه کېدو اوله امله یې د ۷ کسانو ټپي کېدو خبر ورکړی دی. د پنجشېر اطلاعاتو او فرهنګ رییس…
د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د دغه ولایت د پریان ولسوالۍ وریاج دره کې د پستې په نوم د یوې نوې لرغونې سیمې د پېژندنې خبر ورکوي. د پنجشېر د اطلاعاتو…
د «مارکو» په نوم یو الماني ګرځندوی د بایسکل په وسیله د زرګونه کیلومتره واټن په وهلو سره تېر مازدیګر پنجشېر ته ورسېد.
پنجشېر کې ځيني کارګران وایي چې دغه ولایت کې یې نهه میاشتې مخکې د امنیتي پوستو جوړولو له یوه قراردادي شرکت سره کار کړی، خو یاد شرکت تر اوسه د دوی بشپړې پیسې نه دي ورکړې.
د پنجشېر د درېیو ولسوالیو اوسېدونکي د انټرنېټي خدمتونو له نشتوالي شکایت کوي او وايي، انټرنېټ ته د لاسرسي وړ سیمو ته د رسېدو لپاره باید په ساعتونو ساعتونو پلی مزل وکړي او يا هم موټر ته سلګونه افغانۍ کرايه ورکړي.
د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې د ۳۷۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د اتو ټولګټو پروژو چارې شوې. د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رییس…
د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، د دغه ولایت په رخه ولسوالۍ کې یوه کس د خپل تره زوی وژلی او قاتل د پولیسو له لوري نیول شوی دی.
د پنجشېر د پوهنې ریاست مسوولین وایي، تېره شپه د برېښنا شارټۍ له امله د دغه ریاست د ودانۍ یوه برخه سوځېدلې چې درې نیم میلیون افغانۍ زیان یې اړولی دی.
په پنجشېر کې زرګونه هغه کورنۍ چې تېر کال یې یو یا څو ځلې بشري مرستې ترلاسه کړې وايي، دغو مرستو د دوی پر اقتصاد مثبت اغېز لرلی دی؛ خو بلخوا بیا یو شمېر نورې کورنۍ د مرستو له نه ترلاسه کولو شکایت لري.
د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس تاییدوي چې په دغه ولایت کې د اسلامي امارت کسانو ترمنځ د ناسم پوهاوي له امله ډزې شوې او د مرافعه محکمې د رییس په ګډون دوه کسان…
د پنجشېر ولایت د ځینو لرو سیمو اوسېدونکي د روغتیايي مرکزونو له لرېوالي شکایت لري؛ خو مسوولین ژمنه کوي چې د دغې ستونزې هواري لپاره د ګرځنده روغتیايي ټیمونو شمېر زیاتوي.
د پنجشېر د اطلاعاتو او کلتور رییس وايي، د دغه ولایت د کرنې رییس حافظ عبدالمجیب مشفق په کابل کې نیول شوی دی.
د پنجشېر د پریان ولسوالۍ د یوه ښوونځي ودانۍ یوه برخه -چې امنیتي ځواکونه پکې اوسېدل- د بخارۍ د اور له امله سوځېدلې ده.
د پنجشېر ولایت مستوفیت په دغه ولایت کې د ۱۴۰۱ کال په لومړیو درېیو ربعو کې د ۳۲ میلیون افغانیو راټولولو خبر ورکوي.
د پنجشېر ولایت په عنابه ولسوالۍ کې د ۳۱۵ کیلوواټو په ظرفیت د یوه ټرانسفرمر په نصبولو سره، ۱۵۰ کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شوې.
د پنجشېر ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین، د سړې هوا له امله د ۵۳۰ پسونو او وزو او ۱۲۵ غواګانو د تلف کېدو خبر ورکوي.
ځایي سرچینې وايي، درېیو ماشومانو - چې په یوه رېنجر حکومتي موټر کې خپلو کورونو ته تلل - ځانونه یې له موټره غورځولي؛ یو یې مړ شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د دفاع وزارت له «منځمهاله پوځي او عقیدتي زدهکړو» د پنجشېر د ۸۸ کسانو د فراغت خبر ورکوي او وايي، د اسلامي ارزښتونو، ملي یووالي، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ساتونکې ملي اردو جوړوي. دفاع…
د اسلامي امارت مشر د پنجشېر له مسئوولینو او متنفذینو سره په لیدنه کې ویلي، نور باید تعصبونه او تفرقې له منځه یووړل شي، ولس په یوه او بل نامه ونه وېشل شي او راتلونکي نسل ته د وحدت او یووالي مثال پرېښودل شي.