منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۳ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

کونړ

۳۲۴ راپورونه

راپورونه

کونړ کې د دوو تنو د وژنې په تړاو ۱۶ کسان نیول شوي

د کونړ امنیه قومانداني وایي، وړمه ورځ د دغه ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د دوو تنو د لفظي شخړې پر مهال، د درېیم‌ګړي سیلاني د ډزو له امله، دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی چې په تړاو یې ۱۶ کسان نیول شوي دي.

غړي

کونړ کې د څه باندې سل میلیون افغانیو په لګښت پنځو روغتیایي مرکزونو ته ودانۍ جوړې شوې دي

د کونړ د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي چې په تېرو درېیو کلونو کې یې د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ۱۰۳ میلیون افغانیو په لګښت پنځو روغتیایي مرکزونو ته نوې معیاري ودانۍ جوړې کړې دي.

غړي

کونړ کې یوې مور څلور غبرګوني ماشومان زېږولي

د کونړ د مرکز اسعداباد ولایتي روغتون کې یوې مور د سزارین سیکشن بریالي عملیاتو له لارې څلور غبرګوني ماشومان زېږولي، خو د دغو ماشومانو پلار وایي، اقتصادي وضعیت یې خراب دی او باید مرسته ورسره وشي.

غړي

پاکستان د کونړ پر ځینو سیمو راکټي بريدونه کړي

د کونړ ځينې اوسیدونکي وايي، تېره شپه پاکستان د دغه ولایت د سرکاڼو او شلتن ولسوالیو پر ځینو سیمو راکټي بريدونه کړي چې له امله یې ډېرې کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې او افغان ځواکونو هم ځوابي بريدونه کړي دي.

غړي

کونړ کې ۲۶ نوي مخابراتي سایټونه جوړېږي

د کونړ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست وایي چې د دغه ولایت په یو شمېر غرنیو سیمو کې د ۱۸۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۶ نوو مخابراتي سایټونو د جوړېدو چارې پیل شوې دي.

نور راپورونه