ژبه

امريکا: د طالب بنديانو د خوشې کولو پرېکړه نه ده شوې

واشنګټن (پژواک ١٥ مرغومى ٩٠): امريکا وايي، چې له ګوانتانامو زندان څخه د طالب بنديانو د خوشې کولو کومه پرېکړه يې نه ده کړې.

دغه څرګندونې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې ويکټوريا نولينډ تېره شپه په واشنګټن کې د يوې خبري غوندې پر مهال وکړې.

خو هغې زياته کړه، چې هېواد به يې هر هغه اقدام وکړي، چې د افغان حکومت په مشرۍ د سولې د پروسې لپاره ګـټور ثابت شي.

له ګوانتانو څخه د طالب بنديانو د خوشي کولو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې نولينډ و ويل: ((په دې اړه تر اوسه کومه پرېکړه نه ده شوې.))

نوموړې دا څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې پرون بريتانوۍ ورځپاڼې ګارډيين د امريکايي چارواکو په حواله، چې نومونه يې نه اخيستل شوي، ليکي وو، چې امريکا د درېيو مهم طالب چارواکو د خوشې کولو په اړه غور کوي.

سرچينې دغه طالب بنديان ملا خيرالله خيرخواه، نورالله نوري او ملا فضل اخوند ياد کړي.

ملا خيرالله خيرخواه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کورنيو چارو د وزير، نورالله نوري دشمالي يوه ولايت د والي او ملا فضل د جنګي قوماندان په توګه دندې درلودې.

د طالب بنديانو د خوشي کولو په اړه د امريکا د دفاع وزارت وياند جان کير بيا وايي، چې هېواد يې د افغان سولې د پروسې د پرمختګ او بريا په موخه هر اړين قدم پورته کولاى شي.

هغه زياته کړه: ((افغان شخړه يواځې پر سياسي هلو ځلو هوارېداى شي.))