واشنګټن (پژواک ٢٢ مرغومى ٩٠): ټاکل شوې ده،چې راتلونکې اونۍ د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړى استازى کابل ته راشي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې مېرمن هيلري کلنټن تېره شپه په واشنګټن کې د قطر له لومړي وزير او بهرنيو چارو وزير شيخ حمد بن جاثم آل ثاني سره د ګډ خبري کنفرانس پر مهال وويل، چې دوى غواړي په ډېرو موضوعاتو د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د هغه له حکومت سره له نږدې کار وکړي.
هغې زياته کړې، چې په همدې موخه ټاکل شوې، چې راتلونکې اونۍ ځانګړى استازى مارک ګروسمان کابل ته ولېږي.
کلنټن وايي، چې مارک ګروسمان به د اوباما د حکومت په استازيتوب له افغان حکومت سره په بېلابېلو هغو موضوعاتو، چې په دې وروستيو کې يې له امريکا سره پرې اختلاف پيدا شوى او په ځانګړې توګه له طالبانو سره د امريکا د خبرو اترو په اړه خبرې وکړي.
د بهرنيو چارو وزيرې وويل: ((ولسمشر کرزي ته مې سپينه کړې، چې امريکا به له هغه سره د هغه په مشرۍ ګډ کار کوي او ځانګړي استازي ته مې ويلي، چې کابل ته ولاړ شي او له افغان حکومت سره خپلو مشورو ته ادامه ورکړي.))
سرچينې زياته کړې، چې ځانګړى استازى به افغانستان ته د سفر په درشل کې قطر ته هم ولاړ شي او د دغه هېواد له چارواکو سره به وګوري.
مېرمن کلنټن وويل، چې هېواد يې د افغانانو په مشرۍ د سولې د هرې پروسې ملاتړ کوي، څو په دغه هېواد کې روان بحران ته د پاى ټکى کېښودل شي.
هغې زياته کړه: ((د رښتينو خبرو اترو او رښتينې پروسې د رامنځته کولو لپاره موږ کار کړى او د قطر له حکومت څخه مننه کوو،چې په دې برخه کې يې مرسته کړې ده.))
نوموړې په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانېستل کېدو په اړه د افغانستان د حکومت او د طالبانو د مثبتو نظرونو ستاينه هم وکړه.
خو د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې دا هم وويل، چې په دې برخه کې تر اوسه هېڅ پرمختګ نه دى شوى، خبرې لا په لومړي پړاو کې دي او دا خبرې تر هغه نه بريالۍ کېږي، چې مخالفين اساسي قانون ونه مني، له القاعدې سره اړيکې پرې نه کړي او د بشري حقوقو ته درناوى ونه لري.
په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانېستلو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې د قطر د بهرنيو چارو او لومړي وزير شيخ حمد وويل، چې دوى غواړي د سولې د سفير رول ولوبوي.
هغه زياته کړه: ((موږ هڅه کوو، چې د خپلې وړتيا له مخې دغه کار وکړو.))
شيخ حمد وويل، دا يې د حکومتي تګلارې يوه برخه ده، چې څه ډول وکولاى شي په سيمه کې تاوتريخوالى راکم کړي او افغانستان يې هم له سيمې څخه ډېر لرې نه دى.
نوموړى وايي: ((هڅه کوو، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره اړونده خواوې د خبرو اترو مېز ته را وبلو او په دې برخه کې هېڅ چانس له لاسه ورنه کړو او دا يو ښه چانس دى، څو په سيمه کې تاوتريخوالي ته د پاى ټکى کېږدو.))