واشنګټن (پژواک٢٩ مرغومى ٩٠): دامريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د افغانستان او پاکستان لپاره ځانګړى استازى به د شنبې په ورځ کابل ته راورسېږي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې ويکټوريا تېره شپه د خبري غونډې پر مهال وويل، چې ځانګړى استازى مارک ګروسمان به دافغانستان له ولسمشر حامدکرزي او نورو چارواکو سره وګوري.
هغې زياته کړه،چې مارک ګروسمان د روانې اونۍ په اوږدو کې لومړى د ترکيې بيا سعودي عربستان او پرون يې د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره د افغانستان د سولې د پروسې په اړه خبرې کړې دي.
د ويکټوريا په وينا، ټاکل شوې، چې ځانګړى استازى سبا (جمعه) هندوستان ته هم سفر وکړي او له هندي چارواکو سره به د افغانستان او سيمې پر حالاتو خبرې وکړي.
نوموړې وويل، چې دهندوستان سفر د هغه په اجنډا کې نه و، خو ګروسمان په خپله وپتېيله چې بايد هندوستان ته هم سفر وکړي.
د يادونې ده، چې دځانګړي استازي د سفر په اجنډا کې اسلام اباد هم شامل و،خو پاکستان له ده نه د نه ورتلو له غوښتنه وکړه او دغه سفر وځنډول شو.
په دې اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې وويل، چې هندوستان ته د ګروسمان د سفر موخه پر پاکستان فشار اچول نه دي.
وېکټوريا نولينډ زياته کړې:((امريکا په دې باور ده،چې هندوستان دافغانستان په بيارغونه او ډيموکراسۍ کې مهم رول لري، چې بايد يې ترسره کړي.))