جلال اباد ( پژواک، ۲۹ مرغومی ۹۰ ) : د افغانستان کرکټ بورډ لوبډلې د پاکستان دخیبر پښتونخوا لوبډلې ته ماتې ورکړه.
دغه لوبه نن د مرغومي په ۲۹مه، د ننګرهار ولایت دجلال اباد ښار د غازي امان الله خان په نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه.
ددې لوبې پچه د افغانستان کرکټ لوبډلې کپتان نوروز خان منګل وګټله او لومړى یې پخپله د لوبې یا بیټنګ کولو پرېکړه وکړه.
دافغانستان کرکټ بورډ لوبډلې په ۴۹ اورونو کې د لسو لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۹ منډې جوړې او سیالې ډلې ته یې د ۲۲۰ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان له لوري کریم صادق ۶۰، نوروز منګل ۳۹ او شهزاد محمدي ۲۲ منډې جوړې کړې.
د خیبر پښتونخوالوبډلې دغه هدف ترلاسه نه شواى کړای او په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۹ منډې جوړې کړې او دغه راز افغانستان دغه لوبه د۲۰ منډو په توپیر سره وګټله.
کریم خان صادق ، چې ۶۰ منډې جوړې کړې وې، ددې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
ددې لوبې نندارې ته له لسو زرو څخه ډیر کسان راغلي وو او ددواړو لوبډلولوبغاړي یې دلاسونو په پړقا تشویقول.
دافغانستان کرکټ بورډ اجرايیوی رییس نسیم الله دانش پژواک خبري اژانس ته وویل چې د خیبر پښتونخوا ایالت لوبډله یې په رسمي بلنه راغوښتې ده،چې دافغانستان کرکټ لوبډلې سره پنځه یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي.
هغه زیاته کړه چې له دې لوبو څخه موخه د راتلونکې میاشت سیالۍ لپاره ، چې دافغانستان او پاکستان ملي لوبډلو ترمنځ په دوبۍ کې ترسره کیږي، تمرینات کول دي.
د خالد احمد کاکړ په نامه د کرکټ یوه مینه وال ، چې له بهسودو ولسوالۍ څخه ددې لوبې نندارې ته تللی و، پژواک ته وویل چې له ډیرې مودې راهیسې یې دا ارمان و، چې پخپل هیواد کې خپله ملی لوبډله له نږدې څخه وګوري.
هغه د افغانستان کرکټ له مسوولینو وغوښتل چې نورو بهرنیو لوبډلو ته هم بلنه ورکړي، چې افغانستان ته دلوبو لپاره راشي.
د کرکټ بورډ د رسنیو یوتن غړي نصرت الله وفا پژواک اژانس ته وویل چې ټاکل شوې دویمه لوبه دشنبې په ورځ په همدې لوبغالي کې ترسره شي.