واشنګټن (پژواک ٢٥ سلواغه ٩٠): د امريکا حکومت کانګرېس ته د ٢٠١٣ زېږديز کال بوديجه وړاندې کړې، چې ٤،٦ ميليارده ډالره يې د افغانستان لپاره ځانګړي شوي دي.
دغه بوديجه، چې پرون د اوباما د حکومت له خوا کانګرېس ته وړاندې شوې، د پاکستان لپاره په کې د دوه نيم ميليارده ډالرو غوښتنه شوې ده.
د امريکا د متحدو ايالتونو مالي کال د هر کال له اکتوبر مياشتې پيلېږي او بوديجه د امريکا د ولسي او مشرانو ګډې جرګې (کانګرېس) له خوا له منظورولو وروسته عملي کېداى شي.
د سپينې ماڼۍ سرچينې وايي، دوى کانګرېس ته ويلي، چې د ٢٠١٢ کال په اوږدو کې ٣٣زره امريکايي سرتېري له افغانستان څخه بېرته راستنېږي، خو په زياته شمېره ملکي امريکايي کارکوونکي به په دغه هېواد کې له افغان حکومت سره د مرستې لپاره پاتې وي.
سرچينې زياته کړې: ((په بوديجه کې د افغانستان لپاره ځانګړې شوې پيسې به د دغه هېواد د اوږودمهاله اقتصادي پرمختګ، افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيت د لېږد او نورو ملکي چارو کې ولګول شي.))
د سپينې ماڼۍ په هغه راپور کې، چې کانګرېس ته يې وړاندې کړى، راغلي، چې تر راتلونکي کاله پورې به امريکا د افغانستان له حکومت سره د محصولاتو او ګمرکونو په راټولو کې ډېره مرسته وکړي، څو په دې برخه کې پر خپلو پښو ودرېږي.
دغه راز په راپور کې راغلي، چې يادې پيسې به د اقتصادي ودې ترڅنګ، په روغتيايي چارو، ښوونې او روزنې، د قانون پر پلي کولو، ښې حکومتدارۍ، د لنډمهاله او اوږودمهاله پرمختګونو په برخو کې ولګول شي.
په ياده شوې بوديجه کې د پاکستان لپاره په ځانګړې شوو پيسو کې يې شاوخوا اته سوه ميليونه ډالره له ترهګرۍ سره پر مبارزې او پاتې نور يې په ملکي برخو کې لګول کېږي.