ژبه

امريکا له طالبانو سره په خبرو کې د افغان حکومت د ورګډېدو هرکلى وکړ

کابل (پژواک ٢٨ سلواغه ٩٠): امريکا وايي چې طالبانو سره يې خبرې اترې په لومړيو پړاوونو کې دي او په دې خبرو کې د افغان حکومت د ګډېدلو هرکلى يې کړى دى.

لوېديځو رسنيو د ولسمشر حامد کرزي له خولې ليکلي، چې د افغانستان حکومت هم د قطر په خبرو اترو کې ورګډ شوى دى.

د امريکا د دفاع وزير ليون پنيټا، په جرمني کې د دغه هېواد له دفاع وزير سره تر ليدنې وروسته، په يوه خبري غونډه کې وويل چې دوى د افغان ولسمشر د دې خبرې هرکلى کوي.

هغه زياته کړه: ((د دې پر ځاى چې يواځې خبرې وکړو، د افغان حکومت سره يو ځاى به دا خبرې ډېرې ګټورې وي.))

پنيټا ويلي، لکه چې د ولسمشر کرزي له خبرو څرګنده شوې، افغان حکومت اوس په دې پروسه کې ورګډ شوى او دا د سولې پروسې د بريا لپاره ښه اقدام دى.

بل خوا وسله والو طالبانو يو ځل بيا له افغان حکومت سره هر ډول خبرې اترې رد کړې او په دې اړه يې خپاره شوي خبرونه بې بنسټه ګڼلي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې طالبان به هېڅکله بې واکې ادارې سره په هېڅ ځاى کې خبرې ونه کړي.