واشنګټن (پژواک ٢٤ ورى ٩١): امريکا وايي، چې له افغانستان سره د ستراتيژيک سند په برخه کې يې مهم پرمختګ کړى، خو اوس د امريکا دويم مهم هدف دا دى، چې له طالبانو سره د خبرو اترو دروازه پرانيزي.
دغه څرګندونې دافغانستان او پاکستان لپاره دامريکا ځانګړي استازي مارک ګروسمان تېره ورځ په واشنګټن کې د افغانستان په اړه د يوې غونډې پر مهال وکړې، چې د سولې د انسټيټوټ له خوا جوړه شوې وه.
هغه زيات کړه، چې هېواد يې له افغانستان سره د ستراتيژيک سند په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړى دى، خو اوس د دوى بل مهم هدف دا دى چې له طالبانو سره د خبرو اترو دروازه پرانيزي.
د نوموړى په وينا، طالبان نه غواړي چې د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي، خو يو څوک بايد دغه چوپتيا له منځه يوسي او د خبرو اترو دروازه پرانيزي او دغه کار امريکا کول غواړي.
ګروسمان زياته کړه: ((خو زه نه پوهېږم چې موږ به په دغه کار کې حتماً به بريالي شو.))
د امريکا ځانګړي استازي په ياده غونډه کې وويل، د دې ضمانت نه شي ورکولى، چې په خبرو اترو کې به خامخا پرمختګ وشي.
خو هغه زياته کړه:((زموږ نظر دا دى، چې د خبرو اترو دروازه بايد پرانستې وي، څو افغانان په خپلو کې سره کښېني او د خپلې راتلونکې په اړه پرېکړه وکړي.))
د يادونې ده، چې څو مياشتې مخکې د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې اترې پيل شوې وې او په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر په اړه هوکړه هم شوې وه، خو طالبانو تېره مياشت وروسته له هغه خبرې اترې وځنډولې،چې امريکايي سرتېري دکندهار په پنجوايي کې ١٧ عام افغانان ووژل.
وسلوالو طالبانو دا هم ويلي وو، چې امريکا د سولې په خبرو کې روښانه دريځ نه لري.
ګروسمان زياته کړه، چې د افغانستان د سولې عالي شورا يو مهم ارګان دى او هغه کولى شي چې په دې برخه کې مهم رول ولوبوي.
دى وايي: ((زه چې څه موده مخکې کابل ته تللى وم، نو د سولې له عالي شورا سره مې وليدل، زما په نظر د سولې عالي شورا ځکه مهمه ده، چې د هغوى پيغام ښه اغېزه لرلى شي.))
د يادونې ده، چې په کابل کې د امريکا د سفير مرستيال جيمز کيننګم (James Cunningham) هم په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې هېواد يې له طالبانو سره خبرې کولو ته تيار دى.
د امريکا سفير مرستيال څرګنده کړه: ((طالبانو په دې موده کې ونه غوښتل، څو له دوى سره خبرې اترې وشي؛ خو که طالبان وغواړي چې له موږ سره مذاکره وکړي، موږ حاضر يو.))
دا په داسې حال کې ده، چې د افغان دولت وسلوالو مخالفينو (طالبانو) له امريکا او د انجنير ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي له افغان دولت سره د افغانستان په اړه د سولې مذاکرات ځنډولي دي.