واشنګټن (پژواک ٧ غويى ٩١): امريکا به له هغو افغان کډوالو سره د روغتيا په برخه کې مرسته کوي، چې له ګاونډيو هېوادونو بېرته خپل هېواد ته ستنيږي.
په دې اړه پرون په واشنګټن کې د بهرنيو چارو وزارت په مقر کې د افغانستان د عامې روغتيا د وزيرې ډاکټر ثريا دليل او د امريکا د نفوس او کډوالو چارو وزارت د مرستيالې اېن سي ريچارډ ترمنځ يو هوکړه ليک لاسليک شو.
د دغه هوکړه ليک له مخې به هغه افغان کډوال، چې له بهرنيو هېوادونو څخه خپل هېواد ته ستنيږي، په دولتي کچه له روغتيايي اسانتياوو برخمن کېږي.
ريچارډ پر ياد هوکړه ليک له لاسليکولو وروسته په يوه خبري غونډه کې وويل، چې دا مرسته د دوى د هغو ژمنو ثبوت دى، چې هېواد يې غواړي له افغانستان سره اوږودمهال همکار پاتې شي.
هغې زياته کړه، چې د دې هوکړې له مخې به د امريکا متحدو الايتونو د افغانستان سرحدونو ته څېرمه په ٢٦ کلينکونو کې بېرته راستانه شوو او بې وزلو خلکو ته روغتيايي اسانتياوې برابروي.
د نوموړې په وينا، د دغو اسانتياوو له برابرېدو وروسته به د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د مړينې کچه هم ټيټه شي.
د افغانستان د عامې روغتيا وزيرې ډاکټر ثريا دليل په عين حال کې وويل، چې دوى د روغتيايي اسانتياوو له برابرولو سره نه يواځې د عامو افغانانو، بلکې د ښځو او ماشومانو په ژوند کې څرګند بدلون راوستى دى.
هغې زياته کړه: ((وروستيو سروې ګانو ښودلې چې په افغانستان کې د مور او ماشوم د مړينې کچه ټيټه شوې ده.))
ډاکټر ثريا دليل، چې په يو درې ورځني سفر واشنګټن ته راغلې، د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې (يو. اېس. اى. اې. ډي) له خوا په جوړ شوي روغتيايي سيمينار کې ګډون وکړ.
دغه راز د دغه سفر پر مهال د امريکا د ښځو د شورا له خوا ډاکټر دليل ته ښځو او ماشومانو ته د روغتيايي اسانتياوو برابرولو او د هغوى د ژوند ښه کېدو په وياړ ستاينليک هم ورکړل شو.
همداراز له دې يوه ورځ مخکې د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې (يو. اېس. اى. اې. ډي) له خوا هم ډاکټر ثريا دليل ته د ميندو د مړينې د کچې د کمولو په وياړ يوه جايزه ورکړل شوه.
د افغانستان د عامې روغتيا وزيره ډاکټر ثريا دليل له پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال په دې ډېره خوښي څرګنده کړه، چې افغانستان يو د هغو څلورو هېوادونو په کتار کې راغلى، چې د ميندو د مړينې کچه په کې کمه شوې ده.
د افغانستان ترڅنګ روانډا، د ډومنيک جمهوريت او کمبوډيا هغه هېوادونه ده، چې د ميندو د مړينې شمېره په کې ټيټه شوې ده.
هغې زياته کړه: ((د ميندو د مړينې کچه د خلکو په منځ کې د ښه پوهاوي او د قابله ګانو د ښې روزنې له امله راټيټه شوې ده.))
ډاکټر ثريا دليل وويل، چې په وروستۍ لسيزه کې ښځو په افغانستان کې ډېر پرمختګ کړى دى، ډېرو ښځو خپل حقوق ترلاسه کړي، اته ميليونه ماشومان ښوونځيو ته ځي چې ٤٠ سلنه يې نجونې جوړوي او په ملي شورا کې هم ورته د پام وړ ونډه ورکړل شوې ده.