کابل (پژواک ١٦ غويى ٩١): د بلجيم د لومړي وزير مرستيال او د بهرنيو چارو وزير وايي، هېواد يې غواړي چې له افغانستان سره د دوه اړخيزه همکاريو هوکړه ليک لاسليک کړي.
د بلجيم د بهرنيو چارو وزير او د لومړي وزير مرستيال ډيډير رينډرز (Didier Reynders) چې نن يې په کابل کې له خپل افغاني سيال زلمي رسول سره په ګډه خبري ناسته کې خبرې کولې، وويل، هېواد يې ژمن دى چې له ٢٠١٤ کال وروسته هم له افغانستان سره خپلو همکاريو او مرستو ته دوام ورکړي.
ده د افغانستان او يو شمېر هېوادونو تر منځ د اوږدمهاله همکاريو پر بېلابېلو هوکړه ليکونو خوښي وښوده او ويې ويل، بلجيم هم غواړي چې له افغانستان سره دې ته ورته هوکړه لاسليک کړي.
افغانستان په تېرو څو مياشتو کې د امريکا له متحده ايالتونو، هند، انګلستان، ايټاليا او فرانسې سره د ستراتيژيکو همکاريو هوکړه ليکونه لاسليک کړي دي.
د بلجيم د لومړي وزير مرستيال په نننۍ خبري ناسته کې دا هم وويل، چې بلجيمي سرتېري به د ٢٠١٤ زېږديز کال تر پايه په افغانستان کې پاتې شي.
بلجيم په افغانستان کې شاوخوا ٥٥٠ سرتېري لري، چې په کابل، کندهار او کندوز ولايتونو کې د نړيوالو سوله ساتو ځواکونو په چوکاټ کې دندې ترسره کوي.
د ده په وينا، تر ٢٠١٤ کال وروسته به له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د بلجيم مرستې د همکاريو د کېدونکې هوکړې په چوکاټ کې ترسره کېږي.
هغه وويل، چې هېواد يې په افغانستان کې د سولې له بهير او له بهرنيو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د لېږد له بهير څخه ملاتړ کوي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې له افغانستان سره د بلجيم له مرستو مننه وکړه.
هغه هيله څرګنده کړه، چې په راتلونکو کلونو کې له افغانستان سره د بلجيم مرستې نورې هم پراختيا ومومي.
په کابل کې د بلجيم د سفارت د معلوماتو له مخې، دغه هېواد په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره ١٧ ميليونه امريکايي ډالره مرسته کړې ده.