ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ميدان وردګو کې ٣٢١ بېلابېلې پروژې پيل شوې دي

په ميدان وردګو کې ٣٢١ بېلابېلې پروژې پيل شوې دي

author avatar
14 May 2012 - 11:44
په ميدان وردګو کې ٣٢١ بېلابېلې پروژې پيل شوې دي
author avatar
14 May 2012 - 11:44

ميدان ښار (پژواک ٢٥ غويى ٩١): د ميدان وردګو د کليو د پراختيا رييس وايي، چې په روان کال کې يې  ۳۲۱ بېلابېلې پروژې پيل کړې دي.

د ميدان وردګو د کليو د پراختيا او بيارغونې رييس انجنير جان محمد حکمتجو پژواک اژانس ته په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې د نوي لمريز کال  له پيل سره سم يې د ميدان وردګو په يو شمېر ولسواليو کې د ملي پيوستون او سيمه ييز پراختيايي پروګرام له لارې ۳۲۱ بېلابېلې پروژې د پنځه نيم ميليونو ډالرو په لګښت  پيل کړې دي.

د هغه په وينا، د ۱۳۹۱ کال له پيلېدو سره يې د خلکو په غوښتنه او هغه پروژې چې د پراختيايي شوراګانو له تاييد وروسته په ۱۳۹۰ کال کې د کليو د پراختيا رياست ته په ګوته شوې وې، د دوى د رياست د مسلکي ډلې له سروې وروسته پرې کار پيل شو.

نوموړي زياته کړه، چې يادې پروژې د کليو د پراختيا وزارت له بوديجې څخه ترسره کېږي.

حکمتجو وايي، چې له يادو پروژو يې ۳۰۷ د ملي پيوستون پروګرام له لارې او پاتې ۱۴ يې د ولايت د سيمه ييزې پراختيا پروګرام له لارې د  بهسودو ولسوالۍ په لومړۍ برخه، د بهسودو په مرکز، جلرېز، نرخ، دايميرداد، ميدان ښار او جغتو ولسواليو کې پلې کېږي.

د ده په خبره، په دغو پروژو کې د بهسودو په لومړۍ او دويمه برخه کې ۱۹۴، په جغتو کې ۱۱۱، په جلرېز کې ۱۰، په نرخ کې درې، په دايميردادو کې دوه او په ميدان ښار کې يوه پروژه   پلې کېږي.

د کليو د پراختيا رييس وايي، چې په دغو پروژو کې به ډېرۍ د کليوالي شوراګانو او لږې به د ساختماني شرکتونو له خوا جوړيږي، چې د چارو د بشپړېدو وخت يې له درېيو مياشتو تر يو کال پورې ټاکل شوى دى.

د هغه په وينا، په دغو پروژو کې  د کارېزونو پاکول، کانال ايستل، د ويالو پاکول، لمريزه برېښنا، پر سړکونو د کرېړ اچول، د شوراګانو لپاره د غونډو د خونو جوړول، د پلې لارو د پلونو جوړول، د سړکونو د پلونو جوړول، د اوبو د ورخونو جوړو، د لښتيو پخول، عمومي حمامونه، د اوړو ژرندې، واړه بندونه، د اوبو د سمبالښت مرکزونه، د ښوونځيو احاطوي دېوالونه، استنادي دېوالونه او د کليو د پراختيا رياست لپاره د دوه پوړيزې ودانۍ جوړول په کې شامل دي.

دغه راز حکمتجو وويل، چې په ١٣٩٠ کال کې د ساختماني شرکتونو د نيمګړتياوو او ځينو نورو ستونزو له امله د اتو پروژو کارونه نيمګړې پاتې دي.

نوموړي زياته کړه، والي ورسره ژمنه کړې، چې سرغړوونکي شرکتونه به د خسارې له تثبيت  وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل کېږي او د پروژو چارې به پيلوي.

د جغتو ولسوالۍ يو اوسېدونکى محمدالله پژواک اژانس ته وويل، چې د ملي پيوستون پروژې  کولاى شي د خلکو په ژوند کې مثبت بدلون رامنځ ته کړي.

د هغه په وينا، ځکه چې دغه پروژې د پراختيايي شوراګانو له خوا په نښه شوې او عملي کېږي، چې د عملي کولو پر مهال به يې  وسلوال مخالفين هم خنډونه نه رامنځ ته کوي.

د بهسودو د لومړۍ برخې د راقول سيمې اوسېدونکي حسن علي وايي، چې د نوموړو پروژو له پلې کېدو سره به د دوى اوبه ذخيره شي او خلکو ته به هم په کې کار پيدا شي.

نوموړي زياته کړه، چې د دوى ښوونځي چې د احاطې دېوال يې نه درلود، اوس يې د جوړېدو چارې پيل شوې دي.

د ميدان ښار اړوند د ابراهيم خېلو سيمې اوسېدونکي سلطان عزيز پژواک اژانس ته وويل، چې  د کليو د پراختيا رياست له خوا د دوى په کلي کې د يو ۱۸ متره پول د جوړېدو چارې پيل شوې دي.

د ده په خبره، د دغه پول له جوړېدو سره به د دوى د سيمې خلکو ډېرې ستونزې هوارې شي.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.