لښګرګاه (پژواک ٢٦ غبرګولى ٩١): د هلمند امنيتي چارواکي وايي، چې د بېلابېلو امنيتي پېښو له امله د يوه پوليس په ګډون د اکمالاتي کاروان پنځه ساتونکي وژل شوي او دوه نور پوليس ټپيان دي.
د هلمند د امنيه قوماندانۍ وياند فريداحمد فرهنګ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون مازيګر د ګرشک ولسوالۍ د مهاجرو بازار په سيمه کې د بهرنيو ځواکونو پر اکمالاتي کاروان چاودنه شوې ده.
هغه زياته کړه، چې پر اکمالاتي کاروان دغه چاودنه د يوه موټرسايکل بم په وسيله ترسره شوې ده.
هغه وايي، چې په ياده پېشه کې د اکمالاتي کاروان څلور افغان ساتونکي وژل شوي دي.
وسلوالو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
دغه راز فرهنګ وايي، چې د موسى کلا ولسوالۍ د ريګي په سيمه کې پرون ماښام د پوليسو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.
هغه وايي، چې د يادې نښتې په ترڅ کې يو پوليس وژل شوى او يو بل ټپي دى، يوه ميل کلاشينکوف هم وسلوالو طالبانو له ځان سره وړى دى.
فرهنګ زياته کړه، چې په ياده پېښه کې وسلوالو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو د شمېرې په اړه يي معلومات نه درلودل.
طالب وياند قاري يوسف احمدي بيا وايي، چې په ياده نښته کې پنځه پوليس وژل شوي يو ميل هاوان او پنځه ميله نوره وسله هم طالبانو ترلاسه کړې ده.
احمدي په ياده پېښه کې طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبره رد کړه.
د هلمند د امنيه قوماندانۍ مسوولين دا هم وايي، چې تېره شپه په لښګرکاه کې د پوليسو د ګزمي پر موټر چاودنه شوې ده.
د سرچيني د معلوماتو له مخې، په ياده چادونه کې يواځې يو پوليس ټپي شوى دى.
د دې پېښې په اړه طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.