د کندوز د ولايتي بيارغونې ډلې (پي ار ټي) له مطبوعاتي دفتر څخه د چنګاښ په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د المان دفاع وزير توماس دي ميزير (Thomas de Maiziere) نن کندوز ولايت ته رارسېدلى دى.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې افغانستان ته د المان د دفاع وزير دا اووم سفر دى، چې له دې سفره د توماس موخه له خپلو سرتېرو ليدنه کتنه او له هغوى سره د لېږد پروسې په اړه خبرې کول دي.
سرچينې د المان د دفاع وزير له خولې کښلي: ((تر ٢٠١٤زېږديز کال خپل ټول سرتېري له افغانستان څخه وباسو او وروسته له هغه له افغان امنيتي ځواکونو سره يواځې په مالي او لوژستيکي برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکوو.))
د کندوز والي محمد انور جګدلک له پژواک سره په خبرو کې، دې ولايت ته د المان د دفاع وزير د راتګ د تاييد ترڅنګ وويل، چې نوموړي له ده سره نه دي ليدلي او نه يې هم ورسره اړيکه نيولې ده.
خو والي وايي، دا چې کندوز د لېږد پروسې په درېيم پړاو کې شامل دى، نو د المان دفاع وزير ښايي د همدې موضوع په تړاو له خپلو سرتېرو سره د خبرو په موخه دې ولايت ته راغلى وي.
جګدلک زياته کړه، چې المان د کندوز له امنيتي ځواکونو سره په بېلابېلو برخو کې مرسته کړې ده.
د خپرو شويو راپورو د معلوماتو له مخې، المان هر کال د بيارغونې او پراختيايي چارو په برخو کې له افغانستان سره څلورسوه ميليونه يورو (شاوخوا پنځه سوه ميليونه ډالره) مرسته کړې ده.
د يادونې ده، المان په افغانستان کې د ايساف په چوکاټ کې ٤٨٠٠ سرتېري لري، چې شاوخوا ١٢٠٠ تنه يې په کندوز کې مېشت دي.